شاته

د افغانستان په جګړې کې له ټولو ښکېلو اړخونو نه د یوناما تازه غوښتنه

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستې دفتر (یوناما) د افغانستان د جګړې پر ټولو غاړو غږ کړی چې په دې میاشت کې ګڼ شمېر مرګوني پېښو ته په کتلو سره دې، تشدد را کم کړي او د غیرپوځي وګړو د محفوظه پاته کېدو او یو اوربند یا ډزبندي په لور دې ګامونه اوچت کړي.

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش هم د ګل یا دوشنبې په ورځ یو پیغام کې، په ټوله نړۍ کې عالمي ډزبندۍ غوښتنه وکړه څو ټول لازم وسایل او ترکیز، د کووېډ-۱۹ یا کرونا وایرس عالمي آفت ته ځانګړي کړی شي.

یوناما نن د شورو یا چهارشنبې په ورځ د یو بیان په خپرولو سره د ښاغلي ګوتېرېش دا خبره بدرګه کړې او ویلي یې دي چې د تشدد کم والی به یوې ډزبندۍ ته لاره هواره کړي او له امله به یې د خلکو ژوند وژغورل شي، ځکه له یوې خوا به د بین الافغاني مذاکراتو دپاره یو ګټور ماحول رامنځ ته شي، او بل طرف ته به د کروناوایرس سره د مقابلې دپاره د لا ښه آمادګیو زمینه برابره شي.

د یادونې وړ ده چې طالبانو څو ورځې مخکې اعلان وکړ چې د کرونا وایرس سره په مقابله کې دوی آماده دي چې د نړېوالو ادارو سره همکاري وکړي، مګر د دې بیان با وجود یې هم په ملک کې پر افغان ځواکونو باندې حملو ته دوام ورکړی او یوازې له امریکاییانو سره یې ډزبندي کړې ده.

د یوناما د شمېرو تر مخه، "د مارچ له ۱ نه تر ۲۵مه پورې، د جګړې مربوط تشدد کې له ۱۰۰ زیات غیرپوځیان وژل شوي او ګڼ شمېر نور زخمیان شوي دي."

یوناما زیاتوي چې د دې جملې نه د زیاترو مرګ ژوبلو ‌ذمه وار، حکومت ضد ډلې دي. یوناما په کابل کې د داعش ډلې حملو ته اشاره کړې، خو زیاته کړې یې ده چې طالبان هم د بمونو په چاودلو باندې د ګڼ شمېر عامو وګړو د مرګ ذمه وار پاته شوي دي.

یوناما همدا شان حکومتي ځواکونه هم ملامت ګڼلي او په کندز ولایت کې یې د مارچ میاشتې د ۲۱مې نیټې هوایي حملې یادې کړي چې په کې د ښځو ماشومانو په شمول، یوولس عام خلک ووژل شول. خو یوناما زیاتوي چې په ټوله کې، د غیرپوځیانو د مرګ ژوبلې زیاته ‌ذمه واري پر حکومت ضد ډلو ده او د کم شمېر مرګونو مسؤولیت حکومتي قواوو ته وراوړي.