شاته

پمپیو: خوشبین یم چې افغان مشران به سره جوړ شي

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر، مایک پمپیو خوشبیني ښودلې چې افغان مشران به خپل سیاسي اختلافونه حل او سره به جوړ شي.

مایک پمپیو د چهارشنبې په ورځ مارچ ۲۵ (وري ۶) کابل ته خپل وروستي سفر ته په اشارې وویل چې پدې سفر کې یې افغان مشران هڅولي چې د امریکا-افغانستان د ګډې اعلامیې ژمنو ته وفادار پاته شي.

ښاغلی پمپیو د مارچ په ۲۳ (وري ۴) په یو ناڅاپي سفر کابل ته لاړ او د جمهور رئيس محمد اشرف غني او پخواني اجرائیوي رئیس عبدالله عبدالله سره یې ولیدل او ددې سفر په پای کې قطر ته لاړ او هلته یې د طالبانو د مذاکره کوونکي پلاوي له مشر ملا عبدالغني برادر سره هم وکتل.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت کابل ته د ښاغلي پمپیو له سفر وروسته په یوه اعلامیه کې د غني او عبدالله سیاسي اختلاف "غیرمسوولانه" او د امریکا ګټو ته مستقیم ګواښ وباله.

مایک پمپیو د چهارشنبې په ورځ د جي ۷ هیوادونو د مجازي غونډې نه وروسته خبریالانو ته په وینا کې له ټولو افغان سیاسي مشرانو او طالبانو وغوښتل چې د افغانستان د خلکو د ګټو په خاطر سره جوړ شي. هغه وویل: "خوشبین یم چې هغوی به سره جوړ شي".

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر خپله وینا په کابل کې د سکانو او اهل هنود پر درمسال باندې د داعش جنګیالیو د چهارشنبې د ورځې د برید په محکومولو پیل کړه او دغه برید یې "وحشیانه" وګاڼه.

ښاغلي پمپیو همداشان وویل چې په افغانستان کې د سیاسي چلنجونو سره سره د سولې روان بهیر افغانانو ته لومړنی فرصت برابر کړی چې د داعش د ګواښ په وړاندې سره متحد شي.

د جي ۷ هیوادونو سږنۍ غونډه د کروناویروس د خپریدو په وجه حضوري نه بلکه په مجازي توګه د ویدیو کنفرانس له لارې وشوه.