BBC
 شاته

افغان حکومت طالبانو سره د خبرو لپاره پلاوی اعلان کړ

ستانکزی د انځور حقوق Stanikzai Facebook
Image caption ویل کېږي چې د ملي امنیت پخوانی رئیس معصوم ستانکزی به د حکومتي پلاوي مشر وي

افغان حکومت له طالبانو سره د مخامخ خبرو لپاره خپل ۲۰ کسیز پلاوی اعلان کړی. د افغانستان ملي رادیو تلویزیون ویلي چې د ملي امنیت پخوانی رئيس معصوم ستانکزی به د دې پلاوي مشري کوي. د دې پلاوي له اعلانه وړاندې افغان حکومت ویلي وو چې د مارچ پر ۳۱مه نېټه به سل تنه طالب زندانیا خوشي کوي.

یوې جګپوړې حکومتي سرچینې بي بي سي ته د پلاوي د ټولو غړو نومونه په لاندې ډول یاد کړل:

۱. معصوم ستانکزی (چې ویل کېږي د پلاوي مشر به وي)

۲. باتور دوستم

۳. غیرت بهیر

۴. ضرار مقبل

۵. محمد ناطقي

۶. ډاکټر رسول طالب

۷. حبیبه سرابي

۸. کلیم الله نقیبي

۹. جنرال ایوب انصاري

۱۰. ذکیه وردک

۱۱. نادر نادري

۱۲. متین بېک

۱۳. زینب موحد

۱۴. مولوي عنایبت الله بلیغ

۱۵. شریفه زرمتۍ

۱۶. عبدالهادي ارغندیوال

۱۷. خالد نور

۱۸. حفیظ منصور

۱۹. ډاکتر امین احمدي

۲۰. شهلا فرید

د انځور حقوق Social Media
Image caption د حکومت پلاوي په ښځینه غړو کې د حبیبه سرابي او ذکیه وردګ نومونه یاد شوي دي

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو لپاره له تېرو څو کلونو راهیسې په سیمه ییزه او نړیواله کچه هڅې روانې دي.

په دې لړ کې د امریکا او طالبانو ترمنځ په قطر کې د خبرو لړۍ هم راځي، چې په پایله کې یې تېره میاشت دواړو خواو خپلمنځي هوکړه اعلان کړه.

د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه کې هم د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې یو اساسي ټکی و.

خو د طالب بندیانو خوشي کېدل او د تاوتریخوالي موضوع د دې خبرو پر وړاندې جدي خنډونه بلل کېږي.

طالبان ټینګار کوي چې لومړی باید د دوی پنځه زره بندیان د افغان حکومت له بنده خوشي شي، او بیا به دوی افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کېني.

خو افغان حکومت بیا وایي چې د بندیانو د خلاصون واک له دوی سره دی، او لومړی باید تاوتریخوالی کم کړي.

خو د چارشبنې پر ورځ افغان حکومت او طالبانو دواړو ومنله چې د مارچ میاشتې له ۳۱مې نېټې به د بندیانو د خلاصون پروسه پیل شي.

بندیانو د خلاصون پرېکړه چارشنبه په هغه غونډه کې وشوه چې د طالبانو د تخنیکي ټیم ، سره صلیب، امریکا، قطر او د افغان حکومت د تخنیکي ټیم تر منځ د ویډیويي کانفرانس له لارې جوړه شوې وه.

د انځور حقوق Arg
Image caption امریکا له افغان حکومته غوښتي وو چې ژر تر ژره دې طالبانو سره خبرو ته پلاوی اعلان کړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دوه ورځې وړاندې پر افغان حکومت نیوکه کړې وه چې طالبانو سره د خبرو لپاره د یو ټولشموله پلاوي په جوړولو کې پاتې راغلی.

د امریکا حکومت پر دې هم خواشیني ښودلې وه چې ولسمشر محمد اشرف غني او پخوانی اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله نه دي توانېدلي چې خپلو کې سیاسي جوړجاړی وکړي، او له همدې کبله یې افغان حکومت سره سږ کال د یو میلیارد ډالرو مرستې کمولو اعلان وکړ.

د امریکا حکومت له څه مودې راهیسې پر دې ټینګار کوي چې افغان سیاسي مشران دې خپلمنځي اختلاف ختم کړي، یو ټولشموله پلاوی دې جوړ کړي او طالبانو سره دې مخامخ خبرې پیل کړي.

که څه هم د بندیانو د خلاصون لپاره اوس د مارچ ۳۱مه نېټه یاده شوې، خو د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو د پیل کره نېټه لا نه ده مالومه.