شاته

افغانستان کې دکرونا وائروسو له امله یوه بله میرمن مړه شوې ده

دافغانستان د روغتیا دمحکمې چارواکي وایي په دغه هیواد کې دکرونا وائروسو له امله یوه بله مړینه رامنځته شوې چې دې سره د مړو شمیره دوؤ ته رسېدلې ده.

دعامي روغتیا د وزارت ویاند وحیدالله مایار دچهارشنبې په ورځ مطبوعاتو ته ویلي چې دافغانستان سره په پوله پروت هرات ولایت کې یوه ۴۵ کلنه میرمنه دکرونا په وائروسو له اخته کیدو وروسته مړه شوې ده.

تر دې وړاندې په بلخ ولایت کې هم یو تن په دې وائروسو مړ شوی ؤ.

د روغتیا د وزارت ویاند ویلي په ګرد افغانستان کې کرونا وائروس ډیر په چټکټیا سره دخوریدو په حال دي اؤ دا مهال په بیلابیلو ولایتونو کې په کرونا وائروسو د اخته ناروغانو شمیره ۷۹ته رسېدلې ده.

ایران چې د کرونا وائروسو له امله پکې په زرګونو کسان مړه شوي دافغانستان هرات ولایت دایران سره په پوله پروت دی اؤ‌په دغه ولایت کې د کرونا وائروسو تر۴۰ زیاتې پېښې ثبت شوي دي.

افغان دولت تیره ورځ په هرات کې په ګرځېدو اؤ کاروباري فعالیتونو بندیز هم لګولی ؤ.

تیره ورځ دافغانستان د روغتیا وزیر ډاکټر فیروز الدین اندېښنه ښودلې وه چې که دافغانستان خلک دکرونا وائروسو څخه احتیاطي تدابیر په پام کې ونه نیسي نو ښایي ۱۶میلیونه افغانان په دې وائروسو اخته شي.

هغه ویلي که ۱۶میلیونه خلک په کرونا وائروسو اخته شي نو دې کې به اته لکه روغتون ته اړتیا ولري دوه لکه اؤ‌۱۰زره به جدي پاملرنه وغواړي.

د امریکې په جان هاپکینز پوهنتون کې د کرونا وائرس د سرچینو مرکز وایي ټوله نړۍ کې 425,493 (4 لکه،‌ 25 زره او 93) تنه د کرونا وایرس وهلي‌ او د مړو شمېر 18,946 (18 زره او 962) ته رسېدلی.

د کرونا مرض نه بیرته د روغو شویو کسانو شمېر 108,727 (یو لک، 8 زره او 627) ته رسېدلی.