شاته

له چین او ایټالیا څخه وروسته د کرونا مخ ښايي امریکا ته واوړي

واشنګټن ډي سي: د کرونا وایرس له امله د چین په هوبي ښار کې لګول شوی لاک ډون پای ته رسېدلی خو د روغتیا نړیواله اداره یا ډبلیو اچ او وايي، کېدای شي امریکا ژر د کرونا د نړیوالې وبا مرکز شي.

که څه هم ولسمشر ډانلډ ټرمپ وايي چې دی غواړی په امریکا کې ژوند په څو اونیو کې بېرته سم شي.

د ډبلیو اچ او ویاند مارګریت هېرېس وايي، چې د نهې یا سې شنبې د ورځې ۸۵ فېصده د کرونا نوې پېښې په اروپا او امریکا کې تایید شوې دي چې ۴۰ فیصده یې یواځې په امریکا کې وې.

هېرېس وايي، په امریکا کې د کرونا د معاینانو له زیاتېدو سره په دغه هېواد کې د کرونا د مثبتو پېښو شمیر هم زیاتېدای شي.

د نهې د ورځې تر ناوخته پورې په امریکا کې د کرونا ۵۵۰۰۰ پېښې موندل شوې او نږدې ۸۰۰ ترې مړه شوي دي.

د امریکا سېنټ د شورو یا چهارشنبې په ورځ د دوه ټریلینه ډالرو په یو بېل باندې رایه ورکوي چې په ترڅ کې به یې وړو بزنسونو ته د پورونو ورکولو، کورنیو ته د پیسو د ورکولو او روغتیايي سیستم او کارکونکو ته د اړتیا وړ وسایلو د ورکولو او د کرونا وایرس د ناروغانو په درملنې باندې ولګول شي.

په نړی کې په کرونا وایرس د اخته کسانو شمېر له ۴۲۳۰۰۰ څخه زیات او پرې د مړو شویو کسانو شمېر له ۱۹۰۰۰ څخه زیات شوی دی.

د کرونا له وبا سره د امریکا اقتصاد چې یوه میاشت مخکې په ښه کېدو و له ستونزو سره مخ کړی ځکه د سوداګرئ اکثره کاروبارونه پکې تړل شوي دي او خلکو ته ویل شوي دي چې په کورونو کې پاتې شي.‌

ولسمشر ټرمپ د نهې په ورځ ویلي وو چې دی غواړی په هېواد کې هر څه بېرته پرانستل شي او د دې پرانیستې لپاره یې د اپرېل ۱۲ نېټه چې عیسویانو د اختر یا ایسټر سره سمون خوري ګڼلې وه.

هغه وویل، مونږ باید بېرته کار خواته ولاړ شو، ډېر ژر له هغې چې خلکو یې فکر کاوه

خو ځینې روغتیا پوهان په دې باور دی چې دا یوه بده نظریه ده.

په امریکا کې د ساري ناروغیو د ټولنې مشر ډاکټر تاماس فایل وايي، که د ټولنیز واټن ساتلو مسله له پامه وغورځول شي او کرونا وایرس همداسې خپور شي نو دغه ناروغي به په ډېره چټکی سره خپره شي او روغتیايي‌ سیستم به له ستونزو سره مخ کړي او د مړینې کچه به زیاته شي.

فایل زیاته کړه ولسمشر باید یواځې هغه وخت په ټولنیز واټن کې د نرمی خبره وکړي کله چې د روغتیايي ثبوتونو له مخې خوندي وګڼل شي.‌

په داسې حال کې زیات امریکایان د سپارښتنو له مخې په لاک ډون کې دي د هندوستان لومړي وزیر نریندرا مودي د خپل هېواد د ټولو ۱.۳ بیلینه وګړو لپاره د درې اونیو لپاره بشپړ لاک ډون اعلان کړی.‌

مودي خبرداری ورکړی کچېرې یې هېواد په دغو ۲۱ ورځو کې سم چلند و نه کړي نو ۲۱ کاله به شاته ولاړ شي نو ځکه دی وايي مونږ به یې اقتصادي بار په اوږو واخلو خو دا د هر چا مسولیت دی.

ایټالیا له ۶۰۰۰ څخه د زیاتو کسانو له مړینې سره اوس هم په نړی کې د کرونا وایرس مرکز بلل کېږي خو حالات په ښه کېدو دی او په چین کې خو تر ډېره ښه شوي چې کابو صفر ته رسېدلي.

په چین کې یواځې څلور داسې پېښې د نهې یا سې شنبې په ورځ رپوټ شوي چې په سیمیزه توګه له یو کس نه بل ته خپور شوی.