شاته

په امریکا د کرونا وایرس غیرمعمولي اثرات لیدل کېږي

په امریکا کې ويک اینډ (د رخصتۍ ورځې) په هرکچ او هر ډول لمانځل کیږي. د شرابو څکلو او رقصونو کلبونه د ښځو سړیو ډک وي. د سکول او کالج پېغلې زلمي د خپلو ملگرو سره د لوبو یا ملاقوتونو پلانونه لري. پارکونه، هوټلې او بازارونه داسې ښکاري لکه یوه میله—

خو دې ځل په ویک اینډ میلې، مستۍ او بلنې بیخي تتې وې—

امریکاي مطبوعات واي ویک اینډ خلقو په کورونو کې د بندو دروازو شاته تیر کړو، په چم گاونډ، بازارونو او د عبادت په ځایونو کې غیر معمولي سکوت وو.

د امرېکې مشهور شخصي ټيلي وژن CNN په خپله ویب پاڼه نن یو خبر خپور کړی چې واي په میلیونونو امریکایان چې نن سهار (مارچ 16) له خوبه بیدار شول نو خبر شو په ټول هیواد کې په لویه کچه معمولات تړل شوي (شټ ډاوون) وو.

تعليمي ادارې تړل شوي

مشهور اخبار واشنگټن پوسټ ليکي نن نزدې 30 میلینه طالبعلمان سکولونو ته نه دي تلي. د مشهورو ښارونو لاس اینجلس او نیویارک په گډون نزدې په 31 ریاستونو کې ماشومان او زلمي سکولونو، کالجونو او پوهنتونونو ته نه دي تلي.

د ورجینیا ریاست د جورج میسن او سر ښار واشنگټن مشهور پوهنتون جورج واشنگټن په گډون گڼ شمیر پوهنتونونو خپلو طالبعلمانو ته د ان لاین کلاسونو پروگرامونه پیل کړي.

د ساتيري مرکزونه

د امرېکې د صحت محکمه غواړي خلق باید د گڼې گوري څخه ډډه وکړي.

په غټه کچه د هوټولونو په دروازو د عارضي بندیز خبرداري ليکل شوي. د ساتيري په مرکزونو (Entertainment venues​) کې گرانه ده چې څه هلې ځلې روانې وي.

د ایلونای، اوهایو او میسي چوسټ ریاستونو په گډون یو شمیر نورو ریاستونو شراب خانې او هوټلې په رسمي ډول تړلي دي.

CNN په رپورټ کې ښاي ان تردې چې په فلوریډا کې د صفا او تودو اوبو مشهور ساحلونه نن د اولس د پاره بند شو.

واشنگټن پوسټ اخبار ليکي په سر ښار واشنگټن کې د وړاندې څخه تر تيب شوي یو شمیر پروگرامونو د نامعلومه وخته پورې ځنډول شوي.

د مارچ د 15 نه د صحت محکمې د نوي قاعدې مطابق په شراب خانو کې بار ته نزدې په ولاړه په څکلو او خوړولو پابندي ده. په میزونو او ځانگړو خانو کې که څوک کيني د یوبل نه به شپږ فوټه فاصله وساتي.

په سر ښار کې د واشنگټن مانومینټ The Washington Monument​

بیلمونټپول وومینز ایکوالیټي نیشنل مانومینټ،(Belmont Paul Women’s Equality

National Monument​) او د قديمي ډاکخانې مناره

(the Old Post Office Tower​) په گډون د سیلگرۍ یو شمیر ځایونه تړل شوي.

هواي ډگرونه

د امریکا په زیاتره هواي ډگرونو د مسافرو لوی لوی کتارونه لیدل کیږي. دغلته چارواکي د خلقو سکرینینگ کوي او گوري چې څوک کرونا وایرس اغیزمن کړی خو نه دي.

د مارچ په 15 د امرېکې په 13 هواي ډگرونو د مسافرو ډېره گڼه ولیدل شوه. د سوونو په شمیر کې مسافر د سکرينینگ لپاره په کتارونو کې ولاړ وو.

د امرېکې د جهازونو غټو کمپنیو خپل نرخونه ډېر کم کړي خو نن چې ما د تجربې د پاره د یو ټکټ اخستلو هڅه وکړه نو په حیرانونکي توگه د یوې گینټې په نوټس له واشنگټنه تر لاس اینجلس ښاره نزدې په هر جهاز کې دوه طرفه ټکټ په 115 ډالرو ؤ، نور کله داسې ټکټ تر 1000 ډالرو وي.

کاروبارونه

د امریکا د ونډو په بازار یعني سټاک مارکیټ کې نن د گل په ورځ سهار د ډاؤ جونز انډسټریل ایورج(Dow Jones Industrial Average​) یا صنعتي ایورج ددې مضمون د لیکلو د وخت پورې 8.64 فیصده یا 2003 پواینټوونه پرېوتې ؤ.

ایس اینډ پي 500 انډکس ،(S&P 500 Index​) 8 فیصده یعني -217 پواینټونه منفي وو.

کارپوهان واي کله چې بازار د 7 فیصده نه زیات پریووځي نو په بیړني توگه د 15 مینټونو د پاره وتړل (Circuit-breaker) شي. ددې مقصد دا وي چې په بازار کې نوره ویره خپره نه شي او بازار نور مانده نه شي.

دا قسمه اقتصادي بحرانونه په کال 1987، 2002 او 2008 کې هم په امریکا کې راغلي وو.

اقتصاد پوهان واي ددې قسمه مالي بحران اثر د هیواد په هر وگړي کیدی شي. او ددې نه وتل ډیر گران کار وي.

نیویارک ټایمز اخبار ليکي د وفاقي زخیرو ادارې (Federal Reserve​) د سود شرح صفر ته غورځولې او د وفاقي حکومت لاندې د جایدادونو د 700 اربو ډالرو بونډونه یې اغستي.

خو اخبار واشنگټن پوسټ ليکي، ویره ده امریکا به په 2020 کې د مالي بحران سره مخ شي.

د ډیموکریټانو خپل منځه انتخابات

په امریکا کې به روان کال د نومبر په دریمه صدارتي انتخات کیږي. د ري پبلیکن صدر ډانلډ ټرمپ په مقابله کې د ډیمورکریټ گوند دا وخت د امیدوار خوښولو لپاره ووټونه کیږي.

تیره شپه د مارچ په 15 د امریکا په CNN او یوني وژن (Univision​)د ډیموکریټ گوند دوه کاندیدان پخواني نایب صدر جو بایډن او سینیټر برني سینډر تر منځه مباحثه وه، دواړه مشران چې سټېج ته وبلل شو نو د لاسونو په ځای یې څنگلې سره ورکړې.

دوي دواړو وویل دا دکرونا د مخنيوي وړومبی تدبیر دی چې د لاسونو او غاړو ورکولو څخه ډډه اوشي. مباحثې ته عام خلق هم نه وو بلل شوي.

تر اوسه په یو شمیر ریاستونو کې جلسې او پرایمريز یا کاکسیز شوي دي. خو په راتلونکو انتخاباتي نیټو کې اولسي جلسې ځنډول شوي.

سباله په 17 مارچ په اوهایو، الینوی، فلوریډا، او ایروزنا کې ووټونه کیږي. ددې ریاستونو مشران واي د کرونا باوجود به ووټونه په خپله نیټه کیږي.

ما په خپلو سترگو څه ولیدل؟

د اخبارونو او ټي وي چینلو د خبرونو نه پرته زه غواړم چې د خپلو سترگو لیدلې حال هم درته تیر کړم.

د گل په سهار (مارچ 16) چې زه د خپله کوره د خپل کار ځای پلو ته روان شوم نو گوگل میپس راته خبرداری راکړو په قامي شاهراه اي-95 (I-95) گاډي کم (Moderate traffic​) دي، ته به خپل دفتر ته په 40 مینټه کې ورسې، دغه خبردارې نور کله داسې وي، گاډي ډیر (heavy traffic) دي. که غواړې نو په قامي شاهراه سفر مه کوه، ته به څه د پاسه په یوه گینټه کې ورسې.

زه چې ښار ته راورسیدلم نو د سړک غاړو ته د گاډو ودرلو ځایونه اکثره خالي وو. نور کله ځای ډیر په گرانه پیدا کیږي.

په سر ښار واشنگټن کې د گانگرس د وداني په باغ او د دې تر څنگ د ډنډ په کناره کې سیلگري نه لیدل کیدل. نور کله دلته ډېره گڼه گوره وي، سیلگري گرځي راگرځي او عکسونه اخلي.

زمونږ د دفتر سره خواته د خوراکونو یو گرځنده هوټل د ایران زایقه (taste of Persia) ودریږي. د ایران زایقې کارکونکی جهانگير نن په خپل گرځنده هوټل کې دننه د ودریدلو په ځای خواته د سیمټو په ډبه نمر ته ناست وو.

هغه راته وویل چې نن ورته یواځې 14 گاهکونه ورغلي دي. نور کله د ایران زایقې ته ماسپخين ېوې بجې اوسط 70 گاهکونه وي.

د جهانگير سره د خبرو ورستو زه د امرېکې مشهورې چای خانې سټار بکس (starbucks)ته لاړمه، هلته درې تنه په کتار کې ولاړ وو د ټولو تر منځه امبارې فاصله وه. سټار بکس په خپل ویب سایټ نن ماسپخين یوه بجه د خپل شیر بیعه په نصداق

((NASDAQ)​) $62.20 لیکلې وه یعني منفي 7.72.

خواته د برگرو مشهور ځای میکډونلډس (McDonald's​)دی، هلته غرمه مهال د پښې اېښودلو ځای نه وي، نن د هوټل دالان تش او د خوراک میزونه خالي پراته وو. په کاونټر باندې درې کارکونکي د گاهکونو په انتظار کې وو.

یواځېنې گاهک چې خوراک یې اغستلو، هغه د امرېکې د ډاکخانې پوسټل سروس کارکونکی وو. هغه راته وویل دوي نن کارکوي او ډاکخانې هڅه کوي چې په خطونو او سامانونو رسولو کې ځنډ پیدا نشي.

د میکډونلډس نن سټاکس منفي 11.05٪ دي. د سټاکس نرخ یې $157.55 دی

حکومت څه کوي؟

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د کرونا وایرس د مخنیوي دپاره قامي بیړنی حال (National emergency) اعلان کړې.

په وایټ هاوس کې د حکومت د صحت د ادارو چارواکو او د دوایانو د کمپنو مامورینو ترڅنگ غونډې ته په وېنا کې صدر ټرمپ وویل د بېړني حال اعلانولو په ترڅ کې به د کرونا وایرس د مخنیوي دپاره مرکزي حکومت د 50 اربو ډالرو مالي وسایل ورکوي.

امریکا د کرونا وایرس د مخنیوي لپاره اخستل شوو گامونو کې د اروپايي هیوادونو په وگړو امریکا ته په راتگ د دیرشو ورځو بندیز لگولې.

د 30 ورځو په دغه بندیز کې به د برتانيې او اېیرلېنډ نه علاوه د اروپا نورو 24 هیوادونو و گړي امریکا ته سفر نه شي کولی.

د کرونا وایرس وبا په امریکا کې تر دې دمه 3485 کسان اغیزمن کړي او 65 مړي دي.

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-