افغان سوله؛ غني او خلیلزاد د تاوتریخوالي کمېدو پر څرنګوالي غږېدلي
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، ولسمشر محمد اشرف غني د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره د تاوتریخوالي پام وړ کمولو او د افغان حکومت له خوا یې د سمبالښت د څرنګوالي پر جزییاتو خبرې کړې دي.
له ارګه خپره شوې وینا پاڼه وايي، دا کتنه د چارشنبې په ورځ (سلواغه ۳۰) په ارګ کې وه.
وینا پاڼه کاږي، زلمي خلیلزاد په دې کتنه کې ولسمشر ته د هغو ګامونو په اړه هم معلومات ورکړل، چې د تاوتریخوالي له کمولو وروسته به اخېستل کېږي.د دې وینا پاڼې له مخې، په مونیخ کې له امنیتي ناستې وروسته ولسمشر له والیانو او د دفاعي بنسټونو له مشرتابه سره مشورې وکړې چې دا لړۍ به دوام کوي.
دوه ورځې وړاندې، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي ویلي وو، د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې له مخې به په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمښت پړاو په راتلونکو پنځو ورځو کې پیل شي.
- اندرابي: د تاوتریخوالي د کمېدو پړاو پنځو ورځو کې پیلېږي
- طالبان: د سولې هوکړه نهايي شوې، څو ورځو کې به لاسلیک شي
- سرور دانش: طالبان دې په سیاسي حاکمیت کې برخه واخلي
ښاغلي اندرابي کابل کې له امنیتي چارواکو سره په یوه ګډه غونډه کې ویلي وو، په دې ورځو کې به طالبان ځانمرګي او راکټي بریدونه نه کوي.
بل لور ته په عامو او ستراتیژیکو چارو کې د افغان ولسمشر سلاکار وحید عمر ویلي، کله چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو په پایله کې کومه هوکړه وشي، نو بل ګام ښایي دا وي چې د دې هوکړې متن به د افغانستان پارلمان ته استول کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني په کور دننه هم د افغان سولې د بهیر او دې لړ کې د راتلونکو ګامونو په اړه په کور دننه سلا مشورې پیل کړي دي.
مخکې د امریکا یوه جګپوړه چارواکي ویلي وو چې په افغانستان کې د اووه ورځني اوربند په اړه د امریکا او طالبانو تر منځ د شوې هوکړې عملي کېدل به ډېر ژر پېل شي.