شاته

یوناما: ولسمشر او اجرائیه رئیس دې خپل اختلافات ژر حل کړي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو د افغان حکومت د مشرانو تر منځ پر سیاسي اختلافاتو ژوره اندېښنه ښودلې او له دواړو مشرانو څخه یې غوښتي، چې خپل منځي اختلافاتو ته ژر د حل لار پیدا کړي.

ښاغلي یاماموتو تیره ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته د افغانستان په اړه په خپل راپور کې ویلي چې د ملي یووالي حکومت له امنیتي او سیاسي ثبات له پلوه له اساسي ستونزو سره مخ دی.

د یوناما مشر زیاته کړې "د حکومت د دواړو مشرانو تر منځ د اختلافاتو په ګډون اوسنی متزلزله سیاسي وضعیت ته باید د حل لار پیدا شي. یوه داسې لاره باید وموندل شي، چې په حکومت کې دننه د اوږدمهالي ثبات ډاډ راکړي".

که څه هم د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د دغو څرګندو په غبرګون د افغانستان جمهوري ریاست تر اوسه څه نه دي ویلي، خو د اجرائیه ریاست وايي، چې د حکومت مشران د اختلافاتو د حل او د ملي یووالي حکومت د موافقې د عملي کولو لپاره به په نږدې راتلونکې کې پنځمه غونډه وکړي.

د اجرائیه رئيس د ویاند مرسیتال جاوید فیصل امریکا غږ ته وویل، چې په تیرو څلورو غونډو کې ولسمشر غني او اجرائیه رئیس عبدالله یو لړ پریکړې کړي او اوسمهال دوه کاري ډلې د دغو پریکړو پر عملي کولو باندې کار کوي.

ښاغلي فیصل وویل "لا هم جمهوري رئيس او اجرائیه رئیس باید نور هم سره وګوري، په راتلونکې کې هم ملاقات ولري ترڅو پاتې مسائل چې دي هغه هم مطرح شي".

د جاوید فیصل پر وینا د ملي یووالي د حکومت د مشرانو تر منځ د ګډ کار لپاره د سیاسي موافقې له عملي کولو پرته بله لاره نشته او دواړه مشران د همدې موافقې د عملي کولو پر سر کار کوي.