BBC
 شاته

افغانستان ايرلنډ ته په ۷۹ منډو ماته ورکړه

افغان کرېکټ لوبډلې د شمالي ايرلنډ په بلفاسټ کې له ايرلنډ سره د پنځه يو ورځنيو لوبو د لړۍ څلورمه لوبه په ۷۹ منډو وګټله.

د دغې لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او لومړی يې د منډو جوړولو پرېکړه وکړه.

افغانستان مقابلې لوبډلې ته د ۲۳۰ منډو هدف وټاکه، خو ايرلنډ په دې و نه توانېد چې دغه هدف پوره کړي او ټوله لوبډله يې په ۴۱ اوور کې د ۱۵۰ منډو په جوړولو سره وسوځېده.

افغان منډه جوړونکو کې راشد ارمان او محمد نبي تر ټولو ښه وځلېدل دوی په ترتيب ۶۰ او ۵۰ منډې جوړې کړې.

راشد ارمان د دغې لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو، نوموړي ناسوځېدلې ۶۰ منډې جوړې کړې او د مقابلې ډلې څلور لوبغاړي يې وسوځول.

Image copyright AFP
Image caption راشد ارمان په نننۍ لوبه کې تر ټولو ښه وځلېد، ناسوځېدلې ۶۰ مندې يې جوړې کړې او څلور لوبغاړي يې وسوځول
Image caption د توپ اچوونې په برخه کې ايرلنډ ښه لوبه وکړه خو په توپ وهنه افغان لوبغاړو يې مخه ډب کړه

پر دوی سربېره رحمت شاه ۴۸، محمد شهزاد ۲۲، ميرويس اشرف ۱۴، سميع الله شينواري ۱۱ او نور علي ځدراڼ ۱۰ منډې وکړې.

د توپ اچوونې په برخه کې هم رشيد ارمان ښه لوبه وکړه او د ايرلنډ څلور لوبغاړې يې وسوځول. پر ده سربېره رحمت شاه دوه، يمين احمدزي او دولت ځدراڼ يو يوه وېکټه واخيسته.

د ايرلنډ لوبغاړو هم ښه توپ اچوونه وکړه، مک براين او چېس دوې دوې وېکټې واخيستې. خو توپ ووهنه کې بخت ورسره ياري ونه کړه.

د افغانستان او ايرلنډ تر منځ د پنځو يو ورځنيو لوبو په دغه لړۍ کې افغانستان دوې او ايرلنډ د يوې لوبې په ګټلو توانېدلی دی.

لومړۍ لوبه د باران له امله لغوه شوې وه، دوهمه افغانستان او درېيمه ايرلنډ ګټلې.

د دغې لړۍ وروستۍ لوبه دې سې شنبې په ورځ ترسره کېږي.