شاته

اروپايي ټولنه د کابل برید عاملینو ته: سیاست وکړئ، نه 'قصابي'

په کابل کې د سه شنبې په ورځ (فبروري۱۱) له برید وروسته، په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازي رولاند کوبیا وايي چې ښايي دا برید د سولې د هڅو د ګډوډولو لپاره شوی وي.

ښاغلي کوبیا په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې دا ډول بریدونه د منلو نه دي.

هغه لیکلي:"دا د سولې بهیر د ګډوډلو او یا په هغوی دفشار اچولو لپاره شوی. تروریستي بریدونه د منلو نه دي او هم ګټه نه لري، هغوی د افغانانو زړونه او پاملرنه له لاسه ورکوي. په دواړو غاړو کې باید د ملکیانو وژل بند شي. که ته غواړې چې ستا غږ واورېدل شي سیاست ته مخه کړه. نه ډله ییزو وژنو «قصابۍ» افغانان د سولې بهیر اوربند."

ښاغلی کوبیا پر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې د سه شنبې په سهار د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند قمبر څلور لارې کې د مارشال محمد قسیم پوځي پوهنتون مخې ته ځانمرګي برید شپږ تنه ووژل او ۱۳ نور یې ټپیان کړل.

ارګ په یوې اعلامیه کې ویلي چې د افغانستان خلک د تاوتریخوالي پای ته رسېدو، اوربند ټینګېدو او سولې غوښتونکي دي.

دا برید پر داسې مهال کیږي چې د افغان سولې په اړه هڅې زیاتي شوي او تېره ورځ طالبانو خبر ورکړ چې د دغه ډلې د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر په قطر کې له زلمي خلیلزاد سره د سولې خبرو پر نتایجو او راتلونکو اقداماتو باندې خبرې کړي دي.

داسې ویل کیږي چې دواړه لوري په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر کمولو، اوربند ټېنګېدو او بین الافغاني خبرو ته د زمینې پر برابرولو باندې بحثونه کوي.

  • د مارشال محمد قسیم فهیم په نوم پوځي پوهنتون مخکني بریدونه

د ۱۳۹۶کال د تلې په میاشت کې هم په کابل ښار کې د مارشال محمد قسیم پوځي پوهنتون د استادانو د عملې پر موټر خانمرګي برید کې ۱۵ تنه ووژل شول چې مسؤلیت وسله والو طالبانو په غاړه اخیستی و.

د روان ۱۳۹۸کال غبرګولې میاشت کې هم د دغه پوهنتون په دروازه کې ځانمرګی برید وشو چې له امله شپږ پوځيان ووژل شول او ۱۶تنه نور ټپیان شول، د دغه برید مسؤلیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

په همدې غبرګولې میاشت د کابل ښار په پنځمه امنیتي حوزه کې د مارشال محمد قسیم پوهنتون د محصلینو پر موټر چاودنه وشوه چې مسؤلیت یې داعش ډلې اخیستی و.