BBC
 شاته

کورونا ویروس؛ چین کې د مړو شمېر له ۱۰۰۰ واوښت

په چین کې په یوه ورځ په کورونا ویروس اخته ۱۰۳ کسان مړه شوي، چې اوس هلته د دې ویروس له کبله د مړو شویو شمېر ۱۰۱۶ ته رسېدلی او پرې د اخته کسانو شمېر تر ۴۲ زرو اوښتی. چین د دغه ویروس د خپرېدو له کبله ځینې جګپوړي چارواکي له دندو ګوښه کړي دي.