شاته

د امریکا نیوهمشیر ایالت کې مقدماتي‌ ټاکنو ته وروستي‌ کمپاینونه

د امریکا د متحده ایالتونو په نیوهمشیر ایالت کې د ۲۰۲۰ کال د ولسمشریزو ټاکنو په مقدماتي‌ انتخاباتو کې د بریا لپاره د دوشنبې په ورځ‌ وروستۍ هلې ځلې وشوې.

اکثریت دیموکرات کاندیدان د تیرو څو ورځو راهیسې نیوهمشیر ته راغلي څو د سه شنبې ورځې د ( فبروري ۱۱) په مقدماتي ټاکنو کې د ډیرو رایه ورکوونکو پام ځانته واړوي

دیموکرات کاندیدان هڅه کوي‌ چې په نیوهمشیر کې د ډیرو رایو په ترلاسه کولو سره په نوامبر کې د جمهور رییس ټرمپ‌‌ په وړاندې خپل سیال معلوم کړي.

په ورته وخت کې ډانلډ‌ ټرمپ هم د دوشنبې په ماښام د نیوهمشیر ایالت په منچستر ښار کې د خپلو ګڼ شمیر مینه والو ترمنځ‌ راځرګند شو.

ټرمپ په خپلو څرګندونو کې پر دیموکراتانو ملنډې ووهلې او ویې ویل د استیضاح دسیسه ددې لامل شوه چې دده د مینه والو شمیر زیات شي.

په نیو همپشیر کې مقدماتي‌ انتخابات د سه شنبې په ورځ د فبروري‌ په ۱۱ پیلیږي او د ماښام تر اوو بجو دوام کوي، خو د رایې ورکونې یو شمیر مراکز به آن د شپې تر اتو بجو هم خلاص وي.

نیوهمشیر کې دغه ټاکنې په داسې حال کې کیږي چې یوه اوونئ وړاندې په ایووا ایالت کې انتخابات وشول چې له دیموکرات ګوند څخه پیت بوتیجیج ۲۶.۲ ، برني‌سنډرز ۲۶.۱ ، الیزابت وارن ۱۸ ، او جوبایډن ۱۵.۸ فیصده رایې ترلاسه کړې.