شاته

کابل ښار کې ځانمرګي برید شپږ تنه وژلي ۱۲ټپیان دي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، نن سې شنبه سهار ۷ بجې او پنځه دقیقې د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند قمبر څلور لارې کې ځانمرګی برید ۱۸ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي، یو تن چې په ځان پورې چاودېدونکي توکي تړلي و په سیمه کې ځان ته چاودنه ورکړې چې له امله شپږ تنه وژل شوي او ۱۲نور ټپیان شوي دي.

نوموړي زیاته کړې چې په وژل شوو کسانو کې څلور تنه امنیتي ځواکونه او دوه ملکي وګړي او په ټپیانو کې پنځه ملکي وګړي او اووه امنیتي سرتېري شامل دي.

د افغانستان دفاع وزارت بیا په یوې اعلامیې کې ویلي چې په دغه ځانمرګي برید څلور د ملي اردو سرتیري او یو ملکي وګړي وژل شوي او پنځه امنیتي سرتیري او یو ملکي وګړی ټپیان شوي دي.

د عیني شاهدانو په وینا دغه ځانمرګی برید په قمبر څلور لارې کې د مارشال محمد قسیم فهیم پوځي پوهنتون د قراول مخې ته شوی دی.

په دې وروستیو میاشتو کې په کابل ښار کې د نسبي ارامتیا وروسته لومړنۍ ځانمرګی برید دی چې ملکیانو او پوځيانو ته پکې مرګ ژوبله اوړي.

تر دا مهاله د دغه برید مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.