امریکا د چین نظامیان د امریکایانو د خصوصي معلوماتو په غلا تورن کړل
د امریکا د متحدو ایالتونو د عدلیې وزارت د دوشنبې په ورځ (فبروري۱۰) د چین د پوځ څلور غړي د یو امریکایي شرکت ”ایکوافکس“ پر کمپيوټرونو برید او د امریکایانو د خصوصي معلوماتو په غلا کولو تورن کړي دي.
د عدليې وزارت وايي چې دوی په ۲۰۱۷ کال کې دا بریدونه کړي دي. د امریکا لوی څارنوال جان بار وویل: " دا په تاریخ کې معلوماتو ته په غیر قانوني توګه د لار موندلو ستره پېښه وه."
د”ایکوافکس“ شرکت د امریکايانو د مالي مسایلو اړوند معلومات ساتي او د ضرورت پر وخت یې له نورو شرکتونو سره یې شریکوي. امریکايي چارواکي وايي چې دا کسان د دغه شرکت څخه د معلوماتو په غلا کولو هم تورن دي.
دا څلور انټرنټني غله د چین د آزادۍ د ځواک غړي دي چې د چین د ملي ځواکونو یوه برخه ده.
تر دې مخکې ولسمشر ټرمپ د چین د اقتصادي او سیاسي نفوذ او همدغه راز د چینايي هکرانو د بریدونو په اړه خبرداری ورکړی و.