شاته

عراقي چارواکي: امریکا عراق د ایران له بندیزونو مستثنی کوي

عراقي چارواکي وايي واشنګټن داسې نښې نښانې ښودلي چې عراق به د ایران له بندیزونوڅخه مسثتنی اعلانوي چې له تهران څخه خپل "حیاتي ضرورتونه" وارد کړي.

د عراق دریو لوړ پوړیو چارواکو چې نومونه یې نه دي اخیستل شوي اسوشیتډپرس ته ویلي چې واشنګټن بغداد ته دا جازه ورکوي چې پر ایران د بندیزونو سره سره له هغه هېواد څخه برېښنا او ګاز وارد کړي.

واشنګتن مخکې هم عراق ته له ایران څخه د ګازو او برېښنا د واردولو اجازه ورکړې وه خو دا موده د پنجشنبې په ورځ (فبروري۱۳) ختمېدله. د عراقي چارواکو په خبره امریکا د بهرنیو چارو وزارت ورته ویلي دي چې دا موده به درې میاشتې نوره هم غځوي.

عراق له ایران څخه ګاز او برېښنا تولیدوي او دا دواړه د عراق "حیاتي ضرورتونه" ګڼل کیږي. امریکايي چارواکو عراق ته ویلي دي چې باید بغداد تر دریو میاشتو پورې په دغه برخه کې پر ایران له تکیه کېدو ځان وباسي.

سره له دې چې تر دې دمه امریکایي چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي خو عراقي چارواکي وايي چې امریکا ورته خپله پرېکړه اورولې ده. د امریکا دا اقدام د عراقي چارواکو لپاره یوه لویه ازموینه ګڼل کیږي.

څو اونۍ مخکې امریکایي ځواکونو بغداد ته نژدې د ایران د قدس ځواکونو قومندان قاسم سلیماني وواژه او ایران د غچ اخیستلو لپاره په عراق کې د امریکايي پوځیانو په اډو میزایل وتوغول.

د عراق پارلمان هم په یوې پرېکړې کې له هغه هېواد څخه د بهرنیو ځواکونو د سملاسي وتلو پرېکړه وکړه، خو ولسمشر دونالډ ټرمپ د فاکس تلویزیون سره په مرکه کې ویلي وو که عراق غواړي امریکا له هغه هیواد څخه ووځي، ټولې هغه پیسې دې بېرته واشنګټن ته ورکړي چې په عراق یې لګولي دي.

امریکا پر ایران د اتومي وسلو د پروګرام نه درولو له کبله یو لړ کلک اقتصادي بندیزونه لګولي دي چې له کبله یې دا هېواد له ډېرو نورو او نورو هېوادونو له ایران سره په اسانه تجارت او راکړه ورکړه نشي کولی.

امریکا تر دې مخکې افغانستان هم د ایران د بندیزونو څخه مستثنی اعلان کړی و. افغانستان ته یې اجازه ورکړې وه چې د چابهار له لارې واردات او صادرات وکړي، هند هم په کې شامل و.