BBC
 شاته

برتانیا رسماً له اروپايي ټولنې ووتله

برتانيا رسماً له ۴۷ کاله غړیتوب وروسته له اروپايي ټولنې ووتله. د برتانيا د اساسي قانون د تېرې نېمې پېړۍ د دغه تر ټولو لوى بدلون ملا تړي او مخالفين په بېلابېلو مراسیمو کې دغه شېبه لمانځي. د ١٩٧٣ کال د جنورۍ پر لومړۍ نېټه برتانيا اروپايي ټولنې ته ورگډه شوه، چې هغه مهال يې د اروپا اقتصادي ټولنه بلله.