شاته

جنورۍ کې۲۳زره افغان کډوال هیواد ته ستانه شوي ـ راپور

د کډوالۍنړیواله اداره یا «IOM» وايي، د روان ۲۰۲۰ کال له جنورۍ میاشتې څخه بیا د یادې میاشتې تر وروستۍ نېټې پورې له ایران او پاکستان څخه ۲۳۴۸۱کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.

دغه سازمان وايي، په دغه موده کې د افغان کډوالو لویه برخه چې ۲۲زه ۹۱۵ تنه کېږي له ایران څخه ستانه شوي دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان د جمعې په ورځ د «د جنورۍ پر۳۱مه» پخپل راپور کې ویلي، چې د یادو کوډوالو له ډلې ۱۲زره ۷۴۸ تنه له ایران څخه په زوره ایستل شوي او ۱۱۶۷تنه نور پخپله خوښه هېواد ته ستانه شوي دي.

له ایران څخه پر داسې مهال زیات افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه کیږي چې په دې وروستیو کې پر دغه هیواد د امریکا اقتصادي بندیزونو له امله هغه هیواد له فشارونو سره مخ دی.

«IOM» وايي چې په دغه موده کې له پاکستان څخه هم ۵۶۶ افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شوي چې ۵۱۱ تنه یې پخپله خوښه او پاتې ۵۵ تنه یې په زور سره ایستل شوي دي.

د یاد راپور له‌مخې د روان کال له پیل څخه بیا تر دا مهاله له ترکیې څخه ۲۳۳۹ افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي، چې ۷ یې په داوطلب او پاتې ۲۳۳۲ نور یې په زور ایستل شوي دي.

د افغانستان د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو په اساس، په تېر ۲۰۱۹ کال کې ۴ لکه او ۹۹زره افغان کډوال بېرته هیواد ته ستانه شوي و.