شاته

کرکټ: د افغانستان او پاکستان د ۱۹کلونو کوارټر فاینل لوبه

د افغانستان او پاکستان د ۱۹ کلونو کرکټ لوبډلو ترمنځ د کوارټر فاینل لوبه نن جمعه د کابل پر وخت ۱۲:۳۰ دقیقې پيل شوه.

د نننۍ لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او لومړی یې د سیالې لوبډلې پر وړاندې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

دا لوبه چې د سویلي افریقا د بینوني ویلیم مور په پارک کې نن د «جنورۍ ۳۱مه» تر سره کېږي ګټونکې لوبډله به یې سیمي فاینل ته ووزي.

افغان لوبډله جنوبي افریقا او متحده عربي اماراتو ته په ماتې ورکولو سره د خپل ګروپ په سر کې ځای لري او له کاناډا سره یې د باران له امله لوبه وه نه شوه.

تر دې مخکې د افغانستان د ۱۹ کلونو کرکټ لوبډلې روزونکي رئیس احمدزي امریکا غږ ته ویلي و چې افغان لوبډله دغه سیالۍ ته پوره چمتووالی لري.

د پاکستان د ۱۹ کلونو لوبډله پخپل ګروپ کې دوهم ځای لري.

د افغانستان د نوولس کلنو په لوبډله کې شفیق الله غفاري په سپين بالینګ او ابراهیم ځدراڼ په بېټینګ کې زیات ځلیدلي دي.

شفیق الله غفاري چې لیګ بریکر بالر دی او ښې ګوګلي کوي، په دوو میچونو کې یوولس ویکټې اخیستي او ابراهیم ځدراڼ بیا په دوو لوبو کې ۱۳۹ منډې کړي دي.