شاته

ټیفا: د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د سیاسي فشارونو لاندې دی

د افغانستان پر انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونه وايي، د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د سیاسي فشارونو لاندې دی.

د دغه بنسټ ویاند احمد زبیر حبیب‌زاده د جمعې په ورځ «۱۳۹۸ کال د سلواغې ۱۱» ازادي راډیو ته وویل چې دا فشارونه په انتخاباتو کې د ښکېلو لورو له‌خوا دي، خو نوموړی په دې اړه جزئیات نه‌ورکوي.

د ټیفا ویاند وايي، دغو فشارونو د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د مخکښو نوماندانو ترمنځ د سیاسي هوکړې په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي: "هڅې دا دي چې په انتخاباتو کې ښکېلې خواوې وکولای شي په انتخاباتو کې ګټه ترلاسه کړي، دا چې موږ وایو په کمېسیون فشارونه دي، یعنې دا چې له پروسې څخه خپلې غوښتنې او ګټې ترلاسه کړي، حتی موږ اندېښنه لرو چې خدای مه‌کړه دا پروسه تر فشار لاندې رانه‌وستل شي او بیا هم د افغانستان برخلیک د یوې سیاسي هوکړې پر بنسټ جوړ شي، نه د ټاکنو پر بنسټ."

د ټیفا ویاند احمد زبیر حبیب‌زاده
د ټیفا ویاند احمد زبیر حبیب‌زاده

د افغانستان د رڼو انتخاباتو د بنسټ (ټیفا) د ویاند په وینا دوی به د دغو فشارونو څرنګوالی راتلونکو څو ورځو کې په ډاګه کړي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ (فیفا) که څه هم وايي د دغو فشارونو په اړه اسناد نه‌شته، خو په یو ډول د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون د فشار لاندې راتلو په اړه اندېښمن دی.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ (فیفا) اجرائیه رئیس یوسف رشید
د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ (فیفا) اجرائیه رئیس یوسف رشید

د دغه بنسټ اجرائیوي رئیس یوسف رشید ازادي راډیو ته وايي: "تاسې ګورئ هغه دوه ټیمونه چې په انتخاباتو کې د بري ادعاوې لري کمېسیون چلنجوي چې که پرېکړه‌یې د دوی په خوښه وي نتیجه مني، خو که نه‌وي د کمېسیون پرېکړه به ونه‌مني، دا خپله یو ډول فشار دی او خپلواکي تر یوه حده تر پوښتنې لاندې راولي."

خو د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون پر دغه کمیسیون د سیاسي فشارونو خبره ردوي.

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون غړی قطب‌الدین رویدار
د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون غړی قطب‌الدین رویدار

د دغه کمېسیون یو کمېشنر قطب‌الدین رویدار د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "موږ تر اوسه تر هېڅ ډول سیاسي فشار لاندې نه‌یو. له هېڅ لوري او سیاسي اشخاصو له‌خوا. موږ خپل کار په خپلواک ډول ترسره کوو او تر دې ورسته به هم په خپلواک دول مخته ځو."

دغه څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږی چې د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات څلور میاشتې مخکې ترسره شوي، خو تر اوسه‌یې یوازې لومړنۍ پایلې اعلان شوي.

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ویلي، د استېنافي شکایتونو په اړه به خپله وروستۍ پرېکړه راتلونکې اوونۍ اعلان کړي.