شاته

'زلمی خلیلزاد پر افغان سولې د بحث لپاره اسلام اباد ته تللی'

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له پاکستاني چارواکو سره پر افغان سولې د بحث لپاره نن پاکستان ته رسېدلی دی.

په پاکستان کې سرچینو نن جمعه د جنورۍ پر ۳۱مه امریکا غږ ته وویل چې ټاکل شوې ښاغلی خلیلزاد د پاکستان له ملکي او پوځي چارواکو سره د افغان سولې پر بهیر وغږیږي.

تر دا مهاله د پاکستان حکومت او خپله زلمي خلیلزاد پاکستان د نوموړي د سفر په اړه تبصره نه ده کړې.

ډاکټر زلمی خلیلزاد له یوې میاشتې راپدېخوا په قطر کې له طالب استازو سره د سولې په خبرو بوخت و چې روانه پر یاد بهیر د بحث لپاره د ناټو د غړو هیوادونو سره د لیدنې لپاره بروکسل ته هم تللی و.

که څه هم تر دا مهاله په دوحه کې د امریکايي او طالب استازو د روانو خبرو جزئیات رسنیز شوي نه دی، خو تر دې مخکې له یادو مذاکراتو باخبره سرچینو ویلي و چې دواړه لوري په افغاناسستان کې د تاوتریخوالي پر کمولو، اوربند او بین الافغاني خبرو ته د زمینې پر برابرولو باندې خبرې کوي.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین روانه میاشت ویلي و چې طالب او امریکايي استازي د توافقنامې د لاسلیک مراسمو اړوند نورو مسائلو باندې خبرې کوي.

د افغانستان حکومت بیا د تاوتریخوالي د طرحې عملي کول بې نتیجې بولي اوسولې ته د رسېدو لپاره پر اوربند د لومړي شرط په توګه ټینګار کوي.

خلیلزاد پر داسې مهال د افغان سولې اړه په د سیمې هیوادونو ته سفر کوي چې افغان سیاسیونو له طالبانو سره د سولې خبرو په اړه د یوې طرحې پر جوړولو هم کار پیل کړی دی.

یادو سیاسیونو روانه اونۍ په کابل کې د سیاسي او جهادي مشر محمد محقق په کور کې یوه غونډه هم کړې وه.