شاته

'د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون راتلونکې اوونۍ وروستۍ پرېکړه اعلانوي'

د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون په پام کې لري چې د ۳۰۰ زره لانجمنو رایو په ګډون ۶۲۰۰ استېنافي شکایتونو په اړه خپله پرېکړه د راتلونکې اوونۍ په پیل کې اعلان کړي.

دې کمېسیون د استېنافي شکایتونو د تصنیف پروسه تېره اوونۍ پیل کړې وه.

د دې کمیسیون مرستیال ویاند محمد رضا فیاض پرون ماښام ازادي راډیو ته وویل، د دې پرېکړې له اعلان سره به د ۳۰۰ زره لانجمنو رایو برخلیک هم روښانه شي. دا هغه رایې دي چې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د "ثبات او هم‌پالنې" انتخاباتي ډلې بې‌اعتباره بللي او د هغو د باطلېدو غوښتنه‌یې کړې.

د ټاکنو کمېسیون کې سیستم ته د انتخاباتي معلوماتو د لېږدولو بهیر.
د ټاکنو کمېسیون کې سیستم ته د انتخاباتي معلوماتو د لېږدولو بهیر.

ښاغلی فیاض په دې اړه وايي: "تقریباً پر ۴ اصلي کتګوریو چې استېنافي شکایتونه او اعتراضونه‌یې پر بنسټ وېشل شوي د څېړنې او ارزونې کار روان دی او حتی په ځینو مواردو کې یې څېړنه او ارزونه هم بشپړه شوې. په سلو کې تقریباً ۸۵ یا ۹۰ شکایتونه په همدې کتګوریو کې شامل دي، نو ان‌شاءالله د راروانې اوونۍ په پیل کې به یا د شنبې یا یکشنبې په ورځ د دې څلورو کتګوریو او همداراز د ۳۰۰ زره لانجمنو رایو په اړه د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون پرېکړه ولرو."

د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي، د ولسمشرۍ د انتخاباتو په اړه له ۲۹ ولایتونو څخه څه باندې ۶۲۰۰ استېنافي شکایتونه وررسېدلي چې د هغو د تصنیف چارې یې تېره اوونۍ پیل کړې.

دا شکایتونه تر ډېره د عبدالله عبدالله په مشرۍ د "ثبات او هم‌پالنې"، د اشرف غني په مشرۍ د "دولت جوړوونکي" او د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د "سولې او اسلامي عدالت" د ټیمونو له‌خوا هغه مهال ثبت شول چې د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون ولایتي څانګو د تلې د ۶مې د انتخاباتو د لومړنیو نتایجو له اعلان وروسته د څه باندې ۱۶ زره شکایتونو په اړه خپله پرېکړه اعلان کړه. په دې پرېکړه کې له اتو زرو د زیاتو شکایتونو ردول او د رأی ورکولو د شاوخوا ۵ زره محلونو د رایو بیاشمېرنه او تفتیش هم شامل وو.

په همدې حال کې پر انتخاباتو د څار ځیني بنسټونه د انتخاباتي شکایتونو پر کمېسیون غږ کوي چې خپلې پرېکړې په بې‌پرې ډول او د اسنادو او شواهدو په رڼا کې وکړي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ فیفا اجرائیه رئیس یوسف رشید
د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ فیفا اجرائیه رئیس یوسف رشید

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ فیفا اجرائیه رئیس یوسف رشید تېر ماښام له آزادي راډیو سره په خبرو کې دا څرګندونې وکړې: "د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون اوس په یو ډېر حساس پړاو کې دی. هیله‌من یم چې وبه‌توانېږي د قانون په چوکاټ کې اسنادو او مدارکو ته په پام سره او په عادلانه ډول دا مسایل وڅېړي او پرېکړه وکړي. تر کوم فشار، سلیقې یا د چا تر نفوذ لاندې رانه‌شي او د افغانستان خلک نور نو له دې اوږده انتظاره خلاص کړي."

له بلې خوا په کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر راس وېلسن پرون پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل، په داسې حال کې چې د انتخاباتو او د انتخاباتي شکایتونو خپلواک کمېسیونونه د انتخاباتو د بهیر پر بشپړولو کار کوي، دی له دې کمېسیونونو غواړي چې په خپلو کې په شفاف ډول او په همغږۍ سره کار وکړي څو رأی ورکوونکي د انتخاباتو له نتایجو څخه ډاډمن شي.

ښاغلي وېلسن همداراز لیکلي چې د شکایتونو د کمېسیون د هڅو ملاتړ کوي څو وکولای شي چې خپلې چارې په شفاف ډول او په وخت سره بشپړې کړي.

د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات د تلې په شپږمه نېټه وشول، خو لومړنۍ پایلې یې له درې میاشتني ځنډ وروسته د مرغومې په لومړۍ نېټه اعلان شوې. د دې نتایجو له مخې اشرف غني لومړۍ او عبدالله عبدالله دوهمه درجه زیاتې رایې ګټلې دي.

تمه ده چې د دې انتخاباتو وروستۍ پایلې د انتخاباتي شکایتونو د مرکزي کمېسیون له پرېکړې وروسته اعلان شي.