شاته

ملګري ملتونه اروپا ته: د کډوالو ادغام ته پاملرنه وکړئ

تیرکال څه باندې یو میلیون افغان، عراقي، سوریايي او نورو کډوالو اروپا ته پناه یوړه.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې (یو ان اچ سي آر) مشر فلیپو ګراندي وویل چې دغه کار یوه لویه ستونزه او ننګونه ده. یوازې په ۲۰۱۵ کال کې څه باندې یو میلیون خلک اروپا ته کډوال شول او ښاغلي ګراندي وویل اوس یې وخت دی چې اروپايي ټولنه په دې برخه کې معقول بحث پيل کړي.

تیرکال تر ۱۵۰ زرو ډیر افغانان کډوالو هم په اروپايي هیوادونو کې د پناه غوښتنه وکړه.

د یون ان اچ سي آر مشر وویل "یو وخت به وي چې دا معقول بحث وکړو- او غیر مسوله سیاستوال دا مسئله مطرح کوي چې رایې وګټي".

ښاغلي ګراندي وویل په ټولنو کې د ګډوالو په ګډولو باندې "ډېر فکر وشي او ډېرې سرچینې وکارول شي". هغه وايي دا کار شاید له نورو څخه کرکه او تاوتریخوالی کم کړي او همدغه راز د بهرنیو پر ضد د تبلیغاتو په مخنیوي هم ونډه ولري.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې مشر وویل "موږ فکر کوو، چې په سیستماتیک ډول په ټولنو کې د ګډوالو د مدغم کولو وخت رسېدلی دی او زما په باور دا د اینده لپاره یوه لویه ننګونه ده".

ښاغلی ګراندي دا څرګندونې داسې مهال کوي چې په دې وروستیو کې د ترکیې له لارې یونان ته د کډوالو ورتګ څه ناڅه ورو شوی دی.

تېرکال د کډوالو منلو او نه منلو مسئله ډېره توده وه، جرمني او استرایا ګډوال منل، ایټالیا او یونان ویل چې ګډوال پرې زیات دي او د لویدیځې اروپا یو شمېر نورو هېوادونو بیا په اسانۍ کډوال نه منل.

د اروپايي ټولنې د شمېرو له مخې د دغې ټولنې غړو هېوادونو په ۲۰۱۶ کال کې د سوریې ۹۰ فیصده، د عراق ۶۲فیصده او ارېتریا درې یا څلور فیصده پنا غوښتونکي منلي دي.