شاته

د هاګ محکمې له میانمار غوښتي د "مسلمان وژنې" مخه دې ونیسي

له هغې وروسته چې د هاګ نړیوالې محکمې د میانمار له حکومت څخه وغوښتل چې په هغه هېواد کې د "مسلمانانو د وژل کیدو" د مخنیوي لپاره دې لازم اقدامات وکړي، د میانمار حکومت ویلي چې هغوی وار د مخه دا اقدامات کړي دي.

د هاګ محکمې د پنجشنبې په ورځ (جنوري۲۳) د میانمار حکومت ته لارښوونه وکړه چې د روهینګیايي مسلمانانو پر ضد دې د هر ډول تربکنیو او زور زیاتيو مخه ونیسي او په دې اړه دې لازم اقدمات وکړي.

په میانمار کې د حاکم ګوند ویاند مایو نایونت د رویټرز خبري اژانس ته ویلي دي چې د میانمار حکومت د هاګ د محکمې په ډېرو غوښتنو عمل کړی دی، خو په دې اړه یې ډېر جزییات ورنکړل.

نوموړي وویل چې د میانمار ملکي حکومت د پوځ کنترول په لاس کې نلري او دا یوه داسې ستونزه ده چې حکومت یې نشي حل کولی. د میانمار اساسي قانون د دغه هېواد سر اعلی قومندان ته ډېر واکونه ورکړي خو نشي کولی چې پوځ تر کنترول لاندې راولي.

هغه وویل: "حکومت باید ډاډه شي چې پوځ او وسله وال یاغیان د روهینګیايي مسلمانانو او بنګالیانو نسل وژنه نکوي. "

په ۲۰۱۷ کې د میانمار د پوځ له عملیاتو وروسته څه باندې ۷۳۰زره روهینګیايي مسلمانانو د میانمار په راخین کې خپل کلي او بانډې پرېښودل او بنګله دېش ته وتښتېدل.

ملګري ملتونه وايي چې دا یوه نسل وژنه وه، خو د میانمار حکومت وايي چې دا عملیات د یاغیانو په ضد پیل شوي وو.