شاته

ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون: په ۶ ولایتونو کې د شکایتونو په اړه پرېکړه کېږي

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي، د نن ورځې تر پایه به د دغه هیواد په شپږو ولایتونو کې د شکایتونو په اړه پرېکړه وشي.

جوزجان لومړنی ولایت دی چې د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو د ابتدايي پایلو تر اعلان وروسته، په کې د شویو شکایتونو په اړه پرېکړه شوې.

که څه هم د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون په دې اړه بشپړ جزئیات نه ورکوي خو زیاتوي، چې د پروان، پنجشېر او بادغيس په ګډون به په پنځو نورو ولایتونو کې د یکشنبې ورځې تر ماښامه د شویو شکایتونو په اړه پرېکړه وشي.

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي، ډېری شکایتونه د ټاکنیزو جرایمو اړوند دي چې مرتکبین به یې له څېړنې وروسته، عدلي او قضايي ارګانونو ته وپېژندل شي.

د دې کمېسیون مشرې زهره بیان شینوارې د یکشنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل، کمېسیون د ټاکنیزو ډلو له‌خوا شوي شکایتونه په ۱۶ ګټګوریو وېشلي دي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون مشره زهره بیان شینوارې
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون مشره زهره بیان شینوارې

هغه زیاتوي: "مونږ دا ۱۶ ګټګورۍ شکایتونه د ماهیت پر بنسټ په درېو ګټګوریو وېشلي. ټاکنیزې تخطۍ ۱۳۷۱ شکایتونه، ټاکنیز تخلفات ۴۳۰۳ شکایتونه او ټاکنیز جرایم ۳۲۷۲ شکایتونه دي."

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي، د ټاکنو قانون د ۹۳مې مادې د ۲مې فقرې پر بنسټ به، هغه کسان چې ټاکنیز جرایم یې کړي، له پېژندنې وروسته، عدلي او قضايي ارګانونو ته وپېژني.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون دغه شان وايي، شکایتونه یې له ډلبندۍ وروسته، د لومړیتوبونو له مخې په څلور برخو وېشلي چې په لومړۍ برخه ۸۷۴۴ شکایتونه، په دویمه برخه کې ۱۳۱۸، په درېیمه برخه کې یې ۲۶۷۷ او په څلورمه برخه کې یې ۱۰۰ شکایتونه شامل دي.

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون په یو شمېر ولایتونو کې چې د شکایتونو شمېر په کې زیات دی، د دې بهیر له اوږدېدو هم خبر ورکوي.

ننګرهار، کابل، پکتیا او کندهار هغه ولایتونه دي چې د ټولو په پرتله په کې د ټاکنیزو شکایتونو شمېر زیات دی.

بل لورته بیا پر ټاکنو د څار یو بنسټونه وايي، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون باید په ځینو ولایتونو کې په ځنډ سره د کارونو پر مخ بېولو لپاره خپل دلایل د یوې تګلارې په چوکاټ، کې له نوماندانو سره شریک کړي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ اجراییه رییس یوسف رشید وايي، د ټاکنیزو شکایتونو د څېړلو لپاره قانون وخت مشخص کړی او اړتیا ده چې کمېسیون له هر څه وړاندې یو لارښود جوړ او د ټولو لوریو قناعت خپل کړي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ اجرائیوي مشر یوسف رشید
د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ اجرائیوي مشر یوسف رشید

هغه وویل: "غوښتنه کوو چې اوس هم وخت دی، د چا په ګټه او تاوان پرېکړه نه ده شوې، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون دې واضحه او روښانه تګلاره جوړه کړي، هغه دې له ټولو ټاکنیزو ټیمونو سره شریکه کړي څو هغوی سبا کوم اعتراض و نه کړي او د دوی د کارونو پر وړاندې ستونزې جوړې نه کړي."

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون باید د قانون پر بنسټ، تر راتلوونکو ۵ ورځو پورې خپل کارونه په ولایتونو کې بشپړ او خپلې پرېکړې اعلان کړي.

د ټاکنو قانون وايي، که چېرې څوک په ولایتونو کې د شویو پرېکړو په اړه اعتراض لري، د استیناف په موخه باید د درې ورځو په اوږدو کې په کابل کې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون سره خپل شکایتونه ثبت کړي.