شاته

د ټاکنو کمېسیون کمېشنر: ابتدايي پایلو کې "نیمګړتیاوې او قانوني سرغړونې" شته

د افغانستان د ټاکنو کمېسیون غړي مولانا محمد عبدالله د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ته په یوه لیک کې ویلي چې د جمهوري ریاست انتخاباتو لومړنۍ پایلې "نیمګړتیاوې او قانوني سرغړونې" لري.

ښاغلي عبدالله پر خپلې فیسبوک پاڼې ددغه لیک متن خپور کړی او ویلي یې دي چې د انتخاباتو په پایلو کې د "سلګونو غیرقانوني فورمو" نتایج او "له ټاکلي وخته بهر رأیې" شمېرل شوي.

هغه همداراز ویلي، ځینې محلونه چې باید له سره شمېرل شوي وای، ونه شمېرل شول او د نتایجو نورې فورمې چې د رأیو صندوقونه یې "ورک" دي، په پاکو او قانوني رأیو کې شمېرل شوي دي.

مولانا محمد عبدالله وړاندې هم د ټاکنو کمېسیون له کمېشنرانو سره په ډېرو پرېکړو کې خپل مخالفت څرګند کړی او د هغوی ځینې پرېکړې یې د ټاکنو قانون او طرزالعملونو خلاف بللي دي.

"; //parse XFBML, because it is not nativelly working onload if (!fbParse()) { var c = 0, FBParseTimer = window.setInterval(function () { c++; if (fbParse()) clearInterval(FBParseTimer); if (c === 20) { //5s max thisSnippet.innerHTML = "Facebook API failed to initialize."; clearInterval(FBParseTimer); } }, 250); } } }; thisSnippet.className = "facebookSnippetProcessed"; if (d.readyState === "uninitialized" || d.readyState === "loading") window.addEventListener("load", render); else //liveblog, ajax render(); })(document);

نوموړي د ټاکنو کمېسیون د ځینو فیصلو د پاڼو عکسونه خپاره کړي او د ټاکنو کمېسیون نور غړي یې په ځینو غیرقانوني پرېکړو تورن کړي. د ټاکنو کمېسیون دغه کمیشنر ویلي چې ده له دغو پرېکړو سره یې خپل مخالفت څرګند کړی دی.

مولانا عبدالله ویلي: "بنا پردې، باید ابتدايي او نهايي نتایج، د ټاکنو کمېسیون د بې طرفۍ، خپلواکۍ، امانت دارۍ او شفافیت پر بنا د حقوقي او تخنیکي ماهیت حاصل وي، نه د کورنیو او بهرنیو سیاسي فشارونو. "

هغه د ټاکنیزو شکایتونو له کمېسیون څخه غوښتي چې د قانون او طرزالعملونو په نظر کې نیولو سره د پاکو او ناپاکو رأیو په بېلولو کې منصفانه او عادلانه چلند وکړي ترڅو د هغه په خبره د خلکو د پاکو رأیو پر بنسټ د نظام سلامتیا تضمین شي.

د افغانستان د ولسمشرۍ انتخاباتو لومړنۍ پایلې تر شاوخوا درېیو میاشتو ځنډ وروسته پرون اعلان شوې چې له مخې یې اوسنی ولسمشر محمد اشرف غني د ۵۰ اعشاریه ۶۴ فیصد رأیو په ترلاسه کولو ترټولو مخکې دي.

نن د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون کې د لومړنیو پایلو په اړه د کاندیدانو د شکایتونو ثبتولو لړۍ پیل شوه.

ددغه کمېسیون چارواکو ویلي چې تردې مهاله یو شمېر ټاکنیزو ډلو فورمې اخیستي، خو یوازې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ډلې خپل شکایتونه ثبت کړي دي.

دا لړۍ به درې ورځې روانه وي او وروسته به د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د ثبت شویو شکایتونو اروزل او څېړل پیل کړي.

لومړی ددغه کمېسیون ولایتي دفترونه خپلې پرېکړې کوي، خو که د کاندیدانو قناعت حاصل نه شو، کولی شي په مرکزي دفتر کې د استیناف غوښتنه وکړي.

دغه بهیر شاوخوا ۴۰ ورځې وخت نیسي، ترڅو د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون نهايي پایلې بېرته د ټاکنو کمېسیون ته د اعلان لپاره واستوي.