شاته

'د داعش له جنګياليو به د نړيوالو او ملي قوانينو په رڼا کې څېړنې کېږي'

د افغانستان چارواکي وايي د داعش ډلې له نيول شويو جنګياليو د نړيوالو او ملي قوانينو په رڼا کې څېړنې کېږي.

د افغانستان چارواکي وايي، د اسلامي دولت ډلې يا داعش د خراسان څانګې له نيول شويو غړو لومړنۍ پوښتنې ګروېږنې پيل شوې دي.

مقاماتو ويلي چې په تېرو شپږو مياشتو کې د افغانستان په ختيځ کې د داعش ډلې تر ٧٠٠ زيات وسله وال د خپلو کورنيو له غړو سره يوځاى يا نيول شوي يا خپله دوى ته تسليم شوي دي.

د افغانستان د ملي امنيت عمومي رياست يوې سرچينې د موضوع د حساسيت له کبله د نوم نه ښوولو په شرط پرون ازادۍ راډيو ته وويل، په دغو وسله والو کې ډېرى يې پاکستاني وګړي دي.

د سرچينې په خبره په تسليم شويو کې د منځنۍ اسيا، اردن او ترکيې وګړي هم په کې شته.

ننګرهار کې د داعش نیول شوي یو شمېر غړي.
ننګرهار کې د داعش نیول شوي یو شمېر غړي.

د ملي امنيت د عمومي رياست دغه سرچينه وايي، له دغو نيول شويو کسانو د نړيوالو او د افغانستان د خپلو قوانينو په رڼا کې تحقيقات روان دي او بيا يې برخليک مشخص کېږي.

د داعش ډلې زيات وسله وال په ننګرهار کې نيول شوي دي.

د دغه ولايت والي شاه محمود مياخېل تېره شپه ازادۍ راډيو ته وويل، د نورو هېوادونو نيول شوي وګړي کابل ته لیږل شوي او په اړه به يې هلته پرېکړه کېږي.

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل

ښاغلى مياخېل وايي په ننګرهار کې اکثره د اورکزو، باجوړ، خیبر او پېښور وګړي پاتې دي، چې زیاته سلنه یې د اورکزو دي.

د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل تر دې مخکې ازادۍ راډيو ته ويلي وو: "د بېلابېلو هېوادونو تسليم شوي افراد او اشخاص لومړى د معلوماتو له مخې تخليه کېږي چې له چا سره اړيکې لري، څنګه راغلي وو، څه يې کول؟ بيا به عدلي او قضايي ارګانونه پرېکړه کوي چې څوک په کومه سطحه دى او که لازم و، محاکمه به هم شي."

اسوشېټېډ پريس خبري اژانس د افغانستان په ختيځ کې د داعش د تسليم شويو بهرنيو وګړو شمېر ٢٧٧ تنه ښيي.

د اژانس په حواله، د داعش د غړو په تسليم شويو کې لږ تر لږه ٧٥ ښځې او ١٥٩ ماشومان هم شامل دي.

د داعش ډلې يوه غړي چې وايي د فراه اوسېدونکى دى، ازادۍ راډيو ته وويل، په وروستيو کې په ننګرهار کې دولت ته تسليم شوى دى.

هغه وايي: "عالمانو دعوت راکاوه، چې اسلامي خلافت دى‌‌، خلافت اعلان شوى او بيعت يې واجب دى او بيعت وکړئ."

ايا د داعش او د هغوى د کورنيو د دغو شا و خوا ٧٠٠ غړو په تسليمېدو سره به د افغانستان په ختيځ کې د دې افراطي ډلې فعاليت ختم شي؟

د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازي نيکولاس کې د روانې مياشتې په لومړيو کې په لندن کې ازادۍ راديو ته ويلي وو: "زما په باور عراق او سوريې ته په کتو دا ډېر امکان لري چې له دوى څخه سيمې تصفيه شي خو د دې ډلې فعاليت لا هم دوام لري او له بېلابېلو تاکتيکونو په استفاده د کوچنيو سلولونو په بڼه په کوچنيو ښارګوټو کې فعاليت لري، نو پر دې اساس فکر کوم تر وخت مخکې به وي که ووايو چې دغه ډله په افغانستان کې کاملاً نابوده شوې ده.“

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی نیکولاس کې.
په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی نیکولاس کې.

بلخوا د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د ډسمبر پر درېيمه ويلي وو، د امريکا، ائتلاف او افغان امنيتي ځواکونو تر څنګ د طالبانو د اغېزناکو عملياتو له کبله د داعش خراسان څانګې زياتې سيمې او جنګيالي وبايلل.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد.

خو د افغانستان د کورنيو چارو وزارت پر دغو څرګندونو عکس العمل وښود او ويې ويل داعش ډله د طالبانو د عملياتو له کبله نه، بلکې تر ډېره د افغان امنيتي ځواکونو، بهرنيو قواوو او ولسي پاڅونوالو له برکته ځپل شوې ده.

د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي ازادۍ راډيو ته ويلي، دا وسله وال طالبان دي چې په افغانستان کې يې نورو تروريستي ډلو ته هم د فعاليت زمينه برابره کړې ده.