د بریتانیا په ټاکنو کې د بوریس جانسن تاریخي بریا
د بریتانیا په سرتاسري ټاکنو کې له بریالیتوب وروسته بوریس جانسن د انگلیستان له ملکې سره گوري چې خپل نوی حکومت جوړ کړي.
د بوریس جانسن په مشرۍ د بریتانیا محافظه کار گوند په غوڅ برالیتوب سره د پارلمان اکثریت څوکۍ وگټلې؛ هغه بدلون چې ښاغلي جانسن ته اجازه ورکړي د اروپایي ټولنې نه د وتلو لپاره خپل پروگرامونه پلي کړي.
د مارگریټ تارچر له واکمنۍ وروسته تر اوسه دا لومړی ځل دی چې محافظه کار گوند د پارلمان اکثریت څوکۍ خپلوي.
ددغو ټاکنو پایله د بریتانیا د کارگر گوند د مشر جرمي کوربین، لپاره لویه ماتې گڼل کیږي.
ښاغلي کوربین د انتخاباتو پایلې "ډیرې ناهیلي کوونکي" وگڼلې او ویې ویل چې د کارگر گوند له ادرسه به بل ځل ټاکنو ته ونه دریږي، خو د گوند د رهبرۍ نه د سمدستي استعفا کولو غوښتنې یې رد کړې.
بوریس جانسن په خپل ټویټر کې د بریتانیا له رای ورکوونکو مننه کړې او ویلي یې دي چې د رای ورکوونکو د دغه باور پاللو لپاره به "شپه او ورځ" کار وکړي.
د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس دونالد ټرمپ د بوریس جانسن د بریالیتوب هرکلی کړی دی.