شاته

نور؛ هغه مسلمانه نجلۍ چې د حجاب له کبله له سیالیو وویستل شوه

د امریکا د متحدو ایالتونو د فلوریدا ایالت د "ټېلېدو" سیمې اوسېدونکې نور الګساندریه ابوکرم له هغې وروسته د خبرونو سرټکي شوه چې د حجاب اغوستلو له کبله د ځغاستې له یوې سیالۍ څخه وایستل شوه.

نور السګاندریه ابو کرم ۱۶ کلنه ده. پلار یې د مصر او مور یې د پورتوریکو ده. څه موده مخکې د اوهایو ایالت د کراس-کانټري په نامه د ځغاستې د سیالیو څخه وایستل شوه، علت یې دا و چې سر یې "پټ-حجاب" و. نور دلته د سیلوانیا د ښوونځي د ځغاستې په ټیم کې ده.

د اوهایو د عالي لیسې د ورزشکارانو ټولنې دا سیالۍ تنظیم کړې وې چې د نور په وینا له دې وروسته مرحله یې د ایالت په کچه د ځغاستې سیالۍ وي.

"زړه یې رامات کړ"

د امریکا غږ یو ټیم له واشنګټن ډي سي څخه د اوهایو ایالت ته ولاړ چې په دې اړه د نور الګساندریه ابوکرم، د هغې له کورنۍ، استادانو او د ځغاستې د ټیم له غړو سره خبرې وکړي.

نور له خپلې خور سره په خپل کور کې
نور له خپلې خور سره په خپل کور کې

نور امریکا غږ ته له سیالیو څخه د ایستل کیسه داسې وکړه: "د سیالیو تر پېلېدو مخکې هر څه سم وو. موږ ټول ځغاستونکي یې چیک کړو. زما د ټیم د ځینو نجونو په لباسونو یې انتقاد وکړ او بدل یې کړل. ماته هیچا هېڅ هم ونه ویل، زه خوښه شوم چې هېڅ خبره نشته. ما په دغې سیالۍ کې د ژوند تر ټولو غوره منډې ووهلې، زه او زما ټیم چې له وروستۍ کرښې واوړېدو، خوشحالۍ او چیغې مو وکړې. زه ولاړم چې په لست کې خپلې شخصي نومرې وګورم، خو ماته یې وویل چې ستاسو نوم له سیالۍ څخه ایستل شوی. ما پوښتنه وکړه ولې؟ راته یې وویل حجاب مو په سر و."

نور وایي دا شېبه یې په ژوند کې تر ټولو بده شېبه وه چې تجربه یې کړه. وايي "یو بد خوب چې رښتیا شو. زه د باندې ووتم، زړه مې مات و او په ژړا شوم." د سیالیو تنظیمونکي وايي چې په حجابي ځغاستونکو بندیز نشته، خو دوی باید تر سیالیو مخکې له ادارې څخه د حجاب اغوستلو اجازه ترلاسه کړي.

نور د امریکا غږ له خبریال جعفر هاند سره د مرکې پر مهال
نور د امریکا غږ له خبریال جعفر هاند سره د مرکې پر مهال

نور وایي روزونکي یې دا کار نه و کړی "نپوهیږم چې قصدآ دا کار نه و شوی، که اشتباهآ." د هغې روزونکي جیري فلاورز رسنیو ته منلې چې دا کار یې په تېروتنې سره نه وکړی.

د نور مور یولېندا مېلېندوز امریکا غږ ته وویل چې لا یې هم زړه ته نه لویږي چې لور یې د حجاب اغوستلو له کبله له سیالیوڅخه ایستل شوې وي.

هغې وویل "ما نور د سیالیو میدان ته ورسوله او زه په خپل کار پسې ولاړم. وروسته مې مېړه زنګ راوواهه چې ورشه نور یې له سیالیو محرومه کړې، خپه ده او کور ته یې بوځه. زه چې ورغلم او خپله لور مې ولیدله، زړه مې مات شو. باور مې نشي چې هغه دې د حجاب له کبله له سیالیو څخه ایستل شوې وې. ما ورته وویل مه خواشینې کیږه، خو هغه ډېره خواشینې او زړه ماتې وه."

هغه وايي څه باندې دوې لسیزې مخکې یې د نور له پلار سره واده وکړ، عیسیویت یې پرېښود او مسلمانه شوه. هغه په خپله هم حجاب په سر ځغاستونکې ده.

"له نور دې بخښنه وغوښتل شي"

د نور کورنۍ وايي چې د دغو سیالیو تنظیمونکې دي باید له نور څخه رسمي بخښنه وغواړي. د نور مور مېلېندوز وايي "هغوی زما لور په عام محضر کې له لوبو وایستله، باید په عام محضر کې ترې بخښنه وغواړي. هغوی باید دا جراآت ولري چې یوې ماشومې ته ووايي چې له هغه سره یې ښه کار نه و کړی."

نوموړې همدغه راز په ځغاستې او بلې هرې لوبې کې د حجاب په اړه د اوسنیو اصولو بدلول غواړي. نور الګساندریه هم د خپلې مور خبره تایدوي او وايي: " تشه بخښنه هېڅ مانا نلري. دوی باید عملي اقدام وکړي. دوی باید پر حجاب لګول شوی بندیز لېرې کړي. حجاب زما د هویت یوه برخه ده. دا زما له لوبې سره هېڅ تړاو نلري."

نور د خپلې مور مېلندوز او خپلې افغان ښوونکې صدف ترمنځ ولاړه ده
نور د خپلې مور مېلندوز او خپلې افغان ښوونکې صدف ترمنځ ولاړه ده

د نور د ځغاستې د ټیم دوو غړو هم امریکا غږ سره په خبرو کې ټېنګار وکړ چې دا تګلاره باید بدله شي. کترین ستیل وايي "زه چې خبره شوم چې نور یې د حجاب له کبله له سیالیو محرومه کړې، هکه حیرانه شوم. دا څه ډول رول دي، دا هېڅ ښه رول نه دي. باید بدل شي."

د نور د ټیم بله غړې سدني فو هم په همدې نظر ده: "دا انصاف نه دی چې هغه یې د حجاب له کبله له سیالیو څخه وایستله. دا اصول باید بدل کړل شي او داسې کار باید له بل هېچا سره هم ونشي."

دوی دواړې د سیالیو په ورځ له نور سره په یوې لوبډلې کې وې. د نور د ښوونځي یوه استاده صدف نومیږي او د افغانستان د هرات ده.

صدف چې په خپله هم حجاب کوي، امریکا غږ ته وویل "ما چې نور او د هغې فعالیتونه کتل، پوهېدم چې یوه ورځ به کومه پېښه کیږي. حجاب او پړونی په سرول په داسې ټولنو کې یو چلنج دی او باید دغه چلنج ته اماده واوسو. په داسې ټولنو کې اقلیتونو ته ستونزې جوړول اسان کار دی."

نور د سلوانیا د ښوونځی د ځغاستې د لوبډلې مسلمانه غړې ده
نور د سلوانیا د ښوونځی د ځغاستې د لوبډلې مسلمانه غړې ده

هغه وویل چې دا ډول ستونزو ختمول زغم او حوصله غواړي او هیله یې وښوده چې له نور سره شوی چلند یو بدلون ته لار پرانیزي.

له سیالیو څخه د نور په ایستل کېدو باندې ځینو امریکایي سیاستوالو او مسلمانو لوبغاړو هم نیوکې وکړې. د متحدو ایالتونو د جمهوري ریاست را روانو ټاکنو ته د دموکرات ګوند نومانده الیزابیت ورین په خپل ټویټر کې ولیکل چې باید هېڅ مسلمانه زده کوونکې د خپل لباس له کبله له لوبو محرمه نکړل شي.

د الیزابیت وارین ټویټ
د الیزابیت وارین ټویټ

نور یوازینۍ مسلمانه نه ده چې په امریکا کې حجاب پر سر ورزش کوي. تر دې مخکې یوه بله مسلمانه ابتهاج محمد آن په اولمپيکي سیالیو کې حجاب پر سر د تورې وهلو لوبې وکړې او خپل هېواد ته یې د برونزو مډال وګاټه.

دا لومړنۍ مسلمانه امریکنۍ وه چې دا کارنامه یې وکړه. ابتهاج محمد په خپل انستګرام کې د نور یو تصویر خپور کړی او د دغو سیالیو پر تنظمیونکو یې کلکه نیوکه کړې ده چې د حجاب له کبله یې نور له لوبو ایستلې ده.

نور وايي چې په دغه کار سره د هغه زغم او حوصله نوره هم زیاته شوې او یوه ښه زمینه برابره شوې چې دا اصول تغیر کړل شي.

ابتهاج محمد، امریکايۍ تورزنه چې تېرو اولمپیکي لوبو کې یې د برونزو مډال وګاټه
ابتهاج محمد، امریکايۍ تورزنه چې تېرو اولمپیکي لوبو کې یې د برونزو مډال وګاټه

هغه وايي "دې کار زه نوره هم غښتلې کړم. زه باید مبارزه وکړم او نورو هغو خلکو ته لار پرانیزم چې له دې ستونزې کړیږي خو غږ نشي کولی. هغوی ته باید دا زمنیه برابره شي چې خپل غږ اوچت کړي چې بیا له هیچا سره هم داسې کار ونشي."

د اوهایو د لیسې د لوبو تنظیمونکې وایي چې د نور قضیه څېړي او لازم اقدامات به کوي. نور الګساندریه ابوکرم ته اوس بیا د ځغاستې په سیالیو کې د برخې اخیستلو اجازه ورکړل شوې ده.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی.