شاته

پاکستان ته د طالبانو د سفر په اړه د ارګ او بهرنیو چارو وزارت ترمنځ د نظر اختلاف

جمهوري ریاست وايي، پاکستان ته د طالب پلاوي د سفر په اړه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند صبغت الله احمدي څرګندونې د افغان حکومت رسمي دریځ نه دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند تېره اونۍ پاکستان ته د طالب پلاوي تر سفر یوه ورځ وروسته وویل، هر هغه هېواد چې سولې ته د رسېدو لپاره له افغانستان سره مرسته کوي دوی یې هرکلی کوي.

صبغت الله احمدي له طلوع خصوصي ټلوېزیون سره مرکه کې پاکستان ته د طالب پلاوي د سفر په اړه ویلي و:"هیله من یو پاکستان دا ځل له افغان حکومت سره د خبرو مېز ته د طالبانو په حاضرولو کې درست عمل وکړي."

د چمهوري ریاست ویاند صدیقي صدیقي بیا د شنبې په ورځ د اکتوبر پر ۵مه «تلې ۱۳مه» پر خپل ټوېټر لیکلي، چې د سولې په اړه د افغان حکومت پالیسي اعلان شوې او وايي، دا د ښاغلي احمدي د شخصي نظر څرګندونه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشرۍ ماڼۍ تېره اونۍ پاکستان ته د طالب پلاوي پر سفر په انتقاد سره وویل، چې د طالبانو او پاکستاني چارواکو ملاقاتونه د سولې له بهیر سره مرسته نشي کولای.

خو د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي د صدیق صدیقي څرګندونو ته په غبرګون کې پر خپل ټوېټر لیکلي، چې د بهرنیو چارو وزارت د هېواد د بهرنۍ پالیسۍ د جوړونکي بنسټ په توګه د افغان حکومت د رسمي دریځ څرګندونه کوي.

نوموړي زیاته کړې، چې په دې اړه یې خپل شخصي نظر نه، بلکي د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت رسمي موقف وړاندې کړی دی.

هغه ویلي:"د بهرنیو چارو وزارت د یو بنسټ او د یو هېواد د بهرني سیاست د اجراکوونکي په صفت، د افغانستان د جمهوري ریاست د رسمي دریځ څرګندونه کوي او د سولې څخه د ملاتړ په برخه کې خپلو هڅو ته دوام نه ورکوي."

پر همدې مهال په ستراتیژیکو چارو کې د ولسمشر غني سلاکار وحید عمر هم پر خپل ټوېټر لیکلي، چې د سولې په اړه د افغان حکومت رسمي پالیسي د جمهوري ریاست د ویاند صدیق صدیقي لخوا بیان شوې ده.

ښاغلي عمر همدارنګه ویلي، چې دولتي ویاندویان دي تر خپلو څرګندونو مخکې له صدیقي سره مشوره وکړي.