شاته

افغان امنیتي ځواکونو جلال اباد کې څلور ورونه وژلي- چارواکي

ننګرهار ولایتي چارواکو دا منلې، چې تیره شپه ( سنبلې ۱۳ مه) د افغان امنیتي ځواکونو په شپنیو عملیاتو کې،چې شاوخوا لس بجې د جلال اباد ښار په څلورمه ناحیه شوي څلور ورونه وژل شوي دي.

د ولایتي چارواکو د وینا له مخې، تېره شپه صفر دو ځانګړو ځواکونو پر یو کور چاپه وهلې څلور ورونه یې وژلي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي امریکا غږ ته وویل چې په دغو عملیاتو کې وژل شوي ټول یوې کورنۍ غړي دي.

نوموړی وايي د ننګرهار والي دغه موضوع له ولسمشر محمد اشرف غني سره شریکه کړې ده چې د موضوع د څېړنې لپاره باصلاحیته پلاوی ننګرهار ته ولېږي.

د سیمې اوسېدونکي وايي، د صفر دو ځانګړو ځواکونو څلور ورونه قاضي قادر، جهانزیب زاخېلوال،صبور زاخېلوال او بهادر زاخېلوال وژلي دي.

نن سهار د دغې کورنۍ غړو او په سلګونو دوستانو دا څلور ورونو جسدونه د ولایت مقام مخې ته ور وړي وو او له افغان حکومت څخه یې د عدالت غوښتنه کوله

د ننګرهار ولایت مقام مخې ته دغو اعتراض کوونکو ویل، چې د دغو وژنو پوښتنه دې وشي.

په دغو کسانو کې هم دی چې د ولسي جرګې غړی دی.

د ننګرهار ولایت څخه د ولسي جرګې یو غړي عبد الروف شپون خبریالانو ته وویل" دا څلور ورونه چې یو یې د ننګرهار استناف محکمه کې قاضي دي، بل یې د مشرانو جرګې مشاور دی او دوه نور یې صرافان دي ټول د دولت پلوه خلک دي".

نوموړي زیاته کړه، چې تر هغې چې والي استعفی ونه کړي او یا ددې مسلې پوښتنه ونه کړي نو دوی به د ولایت مقام څخه جسدونه پورته نه کړي.

صفر دو ځواکونو په یوه اعلامیه کې ویلي چې په بېګانیو عملیاتو کې یې د داعش غړي وژلي دي.