شاته

د بریټانیا پارلمان د بریکزیټ د مخنیوي لپاره غونډه کوي

د بریټانیا د استازو مجلس ښايي نن چهار شنبه د ( سپټمبر ۴ مه) له هوکړې پرته له اروپايي ټولنې څخه د وتلو د مخنیوي په هدف مذاکره او یا هم رای ګیري وکړي.

وروسته له هغه چې د بریټانیا پارلمان د بریګزیټ د مسلې په اړه کنټرول ترلاسه کړ لومړي وزیر بوریس جانسن وویل دی د وخت نه وړاندې د ټاکنو له غوښتنې پرته بله لار نلري.

د بریټانیا لومړي وزیر وویل، انتخابات نغواړي خو که د مجلس استازي د خبرو د مخنیوي لپاره رایه ورکړي او پر بریګزیټ یو بل بې معني ځنډ تحمیل کړي نو د مشکل د هواري یوازینۍ لار به دا وي چې د پارلمان د قانون له مخې د یوه معین وخت د ټاکلو لپاره اقدام وشي.

د بریټانیې د ولسي جرگې د سه شنبې ورځې ۳۲۸ د ۳۰۱ راېې ورکول دا معني ورکوي چې کیدای شي یو ځل بیا له اروپايي ټولنې څخه بریګزیت وځنډول شي او له یوې معاملی نه پرته د وتلو په اړه د جانسن د پریکړې مخ نیوی وشي.

په دغو مخالفو وکیلانو کې د جانسن د خپل محافظه کار ګوند د وکیل فیلیپ لي په ګډون چې په ناڅاپي ډول په مجلس کې مخالفو لیبرال دیموکراتو سره یوځای شو، د مخالفو ګوندونو وکیلان هم شامل دي.

حتی که وکیلان له جانسن سره په مخالفت کې بریالي هم شي، د بریګزیت د مسلې پای ته رسیدل ډیر وخت ته ضرورت لري.

د پارلمان د روانې اوونۍ هڅو ته په کټو د سږ کال په یو وخت کې د ټاکنو د ترسره کیدو احتمال ښکاره کوي، له دې سره ددې امکان شته چې محالفظه کار ګوند وویشل شي او د صدراعظم د پخواني مرستیال او څو پخوانیو وزیرانو په شمول یوه بل خپلواک محافظه کار ګوند رامنځ ته شي.

یو شمیر کسان په لندن کې له دې چې پارلمان د پارلماني اجنډاوو کنټرول ترلاسه کړل خوښ بریښي.