شاته

افغانستان د چابهار له لارې هند ته انګور صادر کړل

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزرات وايي، د لومړي ځل لپاره یې د ایران د چابهار بندر له لارې هند ته شل ټنه انګور صادر کړل.

دغه وزارت وايي هند ته د افغان انګورو د صادراتو لړۍ له تېرې یوې اونۍ راپدې خوا پیل شوې، چې تر دا مهاله یې شل ټنه انګور د یخچالي موټرو له لارې هند ته رسېدلي دي.

د دغه وزارت ویاند سمیر رسا د چهارشنبې په ورځ د «وږې میاشتې پر۱۳مه» امریکا غږ ته وویل چې افغان حکومت یاد انګور په امتحاني ډول هند ته صادر کړل چې نتیجې ته په کتو به یې نوره تازه مېوه هم د چابهار بندر له لارې صادره شي.

نوموړي زیاته کړه: "خوشبختانه د تازه مېوې صادرات مو پیل کړل، یو ځل وګورو، چې له ستونزې سره مخ نه شو، په دې خاطر چې که ډېر پاتې نشي تازه مېوه خرابېږي، خو له نېکمرغه د یخچالي موټرو له لارې کومه وړاندوینه چې په یوه اونۍ کې موږ کړې وه د چابهار له لارې افغان انګور هند ته ورسېدل."

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند همدارنګه زیاته کړه چې تر دې وروسته به د کندهار انګور او میدان وردګو مڼې هم د چا بهار بندر له لارې هند ته صادر کړي.

د لومړي ځل لپاره هند ته د چابهار بند له لارې د افغان توکو د صادراتو لړۍ د تېر ۱۳۹۷کال د کب میاشتې پر پنځمه د نیمروز مرکز زرنج څخه د پټې په پرې کولو سره پیل شول چې۳۷۰ ټنه شوکاڼی او ۲۰۰ ټنه مۍ په ۲۳ موټرونو کې هند ته واستول.

د نوموړي په وینا افغانستان د چابهار بندر له پرانیستلو بیا تر دا مهاله ۷۰۰ ټنه توکي هند ته صادر کړي، چې وچه مېوه، قېمتي ډبرې او ځینې نور توکي پکې شامل دي.