شاته

غني: زموږ پر ضد د طالبانو جګړه بشري جنایت دی

افغان ولسمشر محمد اشرف غني کابل کې پر «ګرین ویلیج»کمپ د طالبانو برید ته په غبرګون کې وايي"زموږ پر ضد د طالبانو جګړه بشري جنایت دی."

ښاغلی غني دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي، چې تېره شپه د کابل ښار د نهمې امنیتي حوز اړوند «قابل بای» سیمه کې د بهرنیانو پر یو کمپ د طالبانو موټر بم او ډله ییز برید کې لسګونو کسانو مرګ ژوبله واوښتل.

نن سې شنبه د «وږې میاشتې پر۱۲مه» له ارګ څخه په خپره شوې اعلامیه کې د اشرف غني له قوله ویل شوي، چې طالبان د پردیو په لارښوونه افغانان په نښه کوي.

په دغه اعلامیه کې ویل شوي:"زموږ د خلکو او هیواد پر ضد د طالبانو جګړه بشري جنایت دی. دغه ډله او د هغې رهبري له افغانستان څخه بهر د پردیو کړیو په واک کې ده او د هغوی په لارښوونه زموږ هیواد ورانوي او زموږ خلکو ته زیان رسوي."

نوموړي یاد برید غندلی او زیاتوي، چې طالبانو د افغان پوځ په وړاندې د جګړې توان له لاسه ورکړی دی.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ په کابل کې د تېرې شپې چاودنه غندلې او وايي، چې د ناټو سازمان به د افغانانو او افغان سرتېرو ترڅنګ ولاړ وي.

نوموړي پر خپل ټوېټر لیکلي، چې په بروکسل کې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر سره کتنه کې د افغانستان د امنیتي وضعیت او سولې په اړه خبرې کړي او زیاتوي چې ناټو د افغان سولې له بهیر څخه ملاتړ کوي.

ستولټنبرګ لیکلي:"ناټو له ټولو هغو هڅو چې په افغانستان کې سولې ته د رسېدو لامل شي ملاتړ کوي،موږ په کابل کې د تېرې شپه چاودنه غندو، ناټو د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوي."

نن سې شنبه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم په یوې اعلامیې کې د یادې چاودنې په غندلو سره د دغه پېښې له قربانیانو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.

پاکستاني چارواکو یو ځل بیا ویلي، چې په افغانستان کې روان کړکېچ د جګړې له لارې نشي هوارېدی او زیاتوي چې هېواد یې تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره د افغانانو ترڅنګ ولاړدی.

په کابل کې د امریکا سفیر جان بس هم پر خپل ټوېټر لیکلي:"په کابل کې پر ګرین ویلیج او نړیوالو ملګرو د تیرې شپې برید په کلکه غندم، د قربانیانو له کورنیو سره د زړه له کومي غمرازي کوم، د افغان امنیتي ځواکونو له ځواب څخه مننه."

Twitter Embed Tweet or Video

دغه برید چې مسؤلیت یې طالبانو په غاړی اخیستی د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په وینا ۱۶ تنه پکې وژل شوي او ۱۱۹ نور ټپيان شوي چې ملکي وګړي او د دغه کمپ کار کوونکي پکې شامل دي.

بلخوا د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د ویاند مرستیال احمد توحید شکوهمند امریکا غږ ته وویل، چې تېره شپه د پېښې له ځایه روغتونونو ته ۱۰۸ ټپیان او پنځه جسدونه ورکړل شوي، چې ټول یې ملکي وګړي دي.