BBC
 شاته

د کابل چاودنه کې ۱۶ کسان وژل شوي او ۱۱۹ ټپیان دي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، تېر ماښام د کابل ښار له قابل بای سره نږدې ګرین ویلج کې د طالبانو موټر بم چاودنې له امله ۱۶ کسان وژل شوي او ۱۱۹ ټپیان دي. چارواکي وايي، پېښې ته نږدې د تېلو پمپ هم اور اخیستی دی. چارواکي دا هم وايي، چې پولیسو له برید وروسته یې څلور سوه بهرنیان خوندي ځای ته لېږدولي دي.