BBC
 شاته

یوناما: شپږو میاشتو کې شاوخوا ۴ زره ملکیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونه سیاسي استازولي وايي په افغانستان کې د روانې جګړې له امله د ۲۰۱۹ کال په لومړۍ نیمايي کې نژدې څلورو زرو ملکي وګړ ته مرګ ژوبله اوښتې. یوناما وايي چې دا شمېره د تېر ۲۰۱۸ کال د ورته مودې پر تله ۲۷ سلنه لږوالی ښيي. په ۲۰۱۸ کال د ملکي مرګ‌ژوبلې تر ټولو لوړه شمېره ثبت شوې وه.