BBC
 شاته

بادغیس جګړه؛ 'لسګونه طالبان او ۱۲ امنیتي سرتیري وژل شوي'

د افغانستان د دفاع وزارت وايي د بادغیس په بالامرغاب ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه شپږمې ورځې ته غځېدلې ده. دا جګړه تېره اونۍ هغه مهال پیل شوه چې سلګونه طالبانو په دې ولسوالۍ برید پیل کړ. په تېرو ورځو کې دواړو خواوو یو بل ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعاوې کړې دي.