BBC
 شاته

ديني عالمان: د افغانستان جګړه ناروا ده

د افغانستان له بېلابېلو برخو سلګونه دیني عالمان نن د کابل لویې جرګې خیمه کې غونډ شوي وو او د یوې فتوا په صادرولو سره یې په افغانستان کې روانه جګړه ناروا وبلله.

دغو عالمانو پر حکومت او مخالفو وسله والو د ژر تر ژر جګړې درولو غږ وکړ او وايي ځانمرګي بریدونه هېڅ شرعي دلیل نه لري.