افغانستان کې تښتول شوې استرالیایۍ خوشې شوې
د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست وایي، هغه استرالیایي مېرمن یې د برمته کوونکو له منګولو ژغورلې چې څلور میاشتې مخکې تښتول شوې وه.
د ملي امنیت ادارې له خوا خپره شوې ویناپاڼه کې ویل شوي، کري جېن ویلسن څلور میاشتې وړاندې تښتول شوې وه، چې بالاخره د ملي امنیت د ځانګړو عملیاتو پایله کې راخوشې شوه.
۶۰ کلنې ویلسن په یوه خیریه مؤسسه کې کار کاوه، چې په پوځي جامو کې ځینې کسان یې د جلال اباد دفتر ته ورغلل او دا یې وتښتوله.
ملي امنیت وايي، د عملیاتو په لړ کې د ویلسن د تښتونې په تور ځینې کسان نیول شوي او پوښتنې ګروېږنې ترې روانې دي.
د ملي امنیت د معلوماتو له مخې، دا مهال د دغې مېرمنې وضعیت د ډاډ وړ دی.
دا مېرمن په داسې حال کې د تښتوونکو له منګولو ژغورل کېږي چې تراوسه په کابل کې د امریکایي پوهنتون د دوو تښتول شویو بهرنیو استادانو برخلیک ناڅرګند دی.
دغه استادان شاوخوا دوه اونۍ وړاندې د دارالامان له سیمې تښتول شوي دي.
اغلې ویلسن، چې په کترین هم مشهوره ده، د (زردوزي) په نامه یوې خیریه مؤسسې مشره وه، چې له بې وزله ښځو سره یې پخپل لګښت د همکارۍ چارې پیل کړې وې.
کري ویلسن له یوې خیریه ټولنې سره له تېرو ۲۰ کلونو راهیسې کار کوي.
د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې جولي بیشاپ ویلي، د اغلې ویلسن وضعیت "ښه" دی، خو د هغې د خوشي کېدو په اړه یې ډېر جزییات ورنه کړل.
استرالیا وايي، دوی د خپلو تښتول شویو وګړو د ژغورنې لپاره پیسې نه ورکوي.
د اغلې ویلسن ۹۱ کلن پلار برېن ویلسن وړاندې د اسټرالیا یوې رسنۍ ته ویلي وو، د خپلې لور د برخلیک په اړه ډېر اندېښمن دی، خو هیله یې دا ده چې تښتوونکي یې لور ژوندۍ وساتي.