BBC
 شاته

۴۱ کاله ګډ اوسېدل، خو پوی نه وو ماشومتوب کې بدل شوي

ډېوېډ ټیټ (کیڼ لاس ته) او لیون سوانسن په خبري غونډه کې، چې ژړل یې، وویل، دوی د خپل برخلیک په اړه اندېښمن دي
Image caption ډېوېډ ټیټ (کیڼ لاس ته) او لیون سوانسن په خبري غونډه کې، چې ژړل یې، وویل، دوی د خپل برخلیک په اړه اندېښمن دي

د کاناډا په یوه لرې پراته کلي کې دوه سړیان ۴۱ کاله وروسته پوه شول چې په کوچنیوالي کې په روغتون کې له یو بل سره بدل شوي دي.

لیون سوانسن او ډیويډ ټایټجر د کاناډا په یوه لرې پراته کلي کې له کوچنیوالي ګډ اوسېږي او یو بل پېژني. دا په روان کال کې په دغه هېواد کې دویمه ور ته قضیه ده.

خو اوس ډي این اې ازموینو وښوده چې ټرایټجر او سوانسن په ۱۹۴۷ کال کې د زېږېدنې پرمهال په یوه دولتي زېږنتون کې له یو بل سره بدل شوي دي.

ښاغلي ټیټ په خبري غونډه کې، چې ژړل یې، وویل، دی د خپل برخلیک په اړه اندېښمن دی، خو هغوی چې دی یې لوی کړی، مور او پلار یې دي، خو په خبره یې چې اوس یې نوي مور، پلار او ورور هم وموندل.

د کاناډا د روغتیا وزیر ویلي، "دا زموږلپاره یو ښه خبراوی دی، چې اصلي ټولو اصلي اوسېدونکو ته د لوړې کچې روغتیايي پاملرنه وکړو."

"جنايي"

په تېره نومبر میاشت کې د سیمه ییز حکومت چارواک وویل، دوه نور سړي هم په همدې روغتون کې په همدې کال د زیږېدلو پرمهال بدل شوي دي.

د لک منیاس او نورمان نرکمان کیسه ددې لامل شوه، چې د ټیټ او سوانسن ډي اېن اې ازموینې ترسره شي.

د منیتووبا ولایتي پخواني وزیر اریک روبنسن خبریالانو ته وویل: "فدرالي حکومت ددغو خلکو پوروړی دی. دوی ته چې څه ورپېښ شوي، هغه یو جنایت دی. انسانان غلا شوي وو. تاسو تر دې پرته بل نوم نه شئ ورته اخیستی."

د روغتیا وزیر جین فیلپاټ وویل، ځانګړې څېړنه پیل شوې ده، چې ایا تر اوسه څومره تي خوري ماشومان په ورته پېښو کې سره بدل شوي دي.

کاناډا کې ۱٫۴ میلیون بومي وګړي اوسېږي، چې له بېلابېلو قبایلو او توکمو جوړ دي.