د اکبر خان بوګټي د وژنې لسم تلين
پاکستان کې د بلوچستان ایالت د پخواني والي او مشر وزیر نواب اکبرخان بوګټي د وژنې لس کاله پوره شول. ښاغلی بوګټی په ۲۰۰۶کال کې د پاکستاني پوځ په عملياتو کې وژل شوی و.
بلوچستان کې واکمن ادعا کوي، حالات ښه شوي خو په دغه ایالت کې لاهم د پاکستان پر څارګرو ادارو د بشري حقونو د سرغړونې تور پورې کېږي.