BBC
 شاته

"د عراق او سوریې تښتېدونکو داعشيانو افغانستان ته مخه کړې"

. د انځور حقوق AFP

برتانيوۍ ورځپاڼې ډېلي مېل د "اې. اف. پي" خبري اژانس د يوۀ خبر پر بنسټ يو مطلب خپور کړى چې وايي "اسلامي دولت نومې ډلې د نړۍ پر مسلمانانو غږ کړى که سوريه يا عراق ته ځانونه نه شي رسولاى نو افغانستان ته دې ورشي."

ورځپاڼه وايي دغه ډله هڅه کوي افغانستان کې د خپل واک سيمه پراخه کړي.

درې ورځې وړاندې د داعش خراسان ډلې له لوري خپرې شوې تبليغاتي وېډيو کې د افغانستان شمال او ختيځ ورتلونکو وسلوالو ته د غوراوي يا انتخاب په توګه په ګوته شوي وو.

مطلب کې راغلي دا وېډيو په داسې حال کې خپره شوې چې ويره ده له سوريې او عراقه تښتېدونکو داعشيانو افغانستان ته مخه کړې ده. په دغه وېډيو کې ځينې داسې وسلوال ليدل کېږي چې په پښتو، پارسي او ازبکي ژبو وسلوالو ته د ورتگ بلنه ورکوي.

خو ورځپاڼې بيا د "اميلي وېنتربوتم" په نامه د يوې برتانوۍ څېړونکې وينا راخيستې چې وايي "داعش د خراسان څانگې د ژوندي ساتلو هڅه کوي خو رښتيا دا دي چې افغانستان له سوريې او عراق ډېر لېرې دى او هلته سفر آسانه چاره نه ده.

ډان:

پاکستانۍ ډان ورځپاڼې د سعودي وليعهد محمد بن سلمان هغه څرگندونې مهمې بللې چې وايي "ايران، ترکيه او اورپکې ډلې اوسمهالى شيطاني مثلث دى."

محمد بن سلمان دا څرگندونې مصر ته د خپل وروستي سفر پر مهال کړې. دى وايي سعودي عربستان هڅه کوي چې د سوريې- روسيې او ايران ترمنځ نژدې اړيکي ختمې کړي. د سعودي وليعهد ويلي قطر سره يې د هېواد لانجه ښايي اوږدمهالې وي.

گارډين:

برتانوۍ گارډين ورځپاڼه وايي امريکا کې د هولوکاست (د يهودانو ټولوژنه) يادگاري موزيم د ميانمار مشرې انگ سان سوچي ته د بشري حقونو پاسوالۍ له امله ورکړې جايزه بېرته اخيستي.

د دغه اقدام لامل په برما کې د روهېنگيا مسلمانانو د ټولوژنې په مخنيوي کې د موزيم چارواکو په وينا د اغلې سوچې "ناغېړي" بلل شوې.

دغه جايزه په ٢٠١٢ م کال کې اغلې سوچي ته ورکړل شوې وه. گارډين وايي اغلې سوچي د سوېلي افريقا د مشر "نېلسن منډېلا" په څېر په کورکې له ١٥ کلنۍ نظر بندۍ وروسته نړيوال محبوبيت خپل کړ او په ١٩٩١ م کال کې ورته نوبل سولې جايزه هم ورکړل شوه خو د روهېنگيايي لږکيو د وژونو په تړاو يې چوپتيا د نوموړې په اړه جدې پوښتنې را پورته کړې