BBC
 شاته

'د سوریې دولتي ځواکونو نیمه ختیځه غوطه نیولې ده'

. د انځور حقوق AFP
Image caption د دې ترڅنګ له ختیځې غوطې د درندو وسلو د کارولو او هوايي ګوزارونو راپورونه هم ور کړل شوي چې له امله یې د ۲۰ کسانو د وژل کېدو خبره کېږي.

د راپورونو له مخې د سوریې دولتي ځواکونو له مخالفانو سره په مخامخ جګړه کې پرمختګ کړی او د ختیځې غوطې نیمايي سیمه یې پخپل کنټرول کې را وستلې ده.

په لندن کې مېشت د سوریې د بشر حقونو د څار بنسټ مدیر رامي عبدالرحمان د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، د دوی د معلوماتو له مخې د ختیځې غوطې تر ۵۰ سلنه زیاته سیمه د بشاراسد د ملاتړو ځواکونو په ولکه کې ده.

د دې ترڅنګ له ختیځې غوطې د درندو وسلو د کارولو او هوايي ګوزارونو راپورونه هم ور کړل شوي چې له امله یې د ۲۰ کسانو د وژل کېدو خبره کېږي.

د سوریې پر غوطه ۵ ورځې پرلپسې بمباریو ۴۰۰ کسان وژلي

سوري ماشومان د ملګرو ملتونو "کفن" کې

تېره ورځ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو یو ځل سره بیا سره ولیدل چې په سوریه کې د دغې شورا د شوي ۳۰ ورځني اوربند د ناکامېدو پر لاملونو سره وغږېږي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا مصوبه د تېرې میاشتې په ۲۴مه لاسلیک شوه خو د سوریې دولت او روسیې له پیله ویلي وو چې ختیځه غوطه به د اوربند د پرېکړه لیک برخه نه وي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړه لیک له امله، د دغه بنسټ د بشري مرستو کاروان ختیځې غوطې ته ورسېد، خو هلته رسېدلې مرستې د درندو ډزو او هوايي ګوزارونو له امله پر اړو کسانو نه دي وېشل شوي.

د راپورونو له مخې، ختیځه غوطه د سوریې له پلازمېنې دمشق څخه د چاپیرو څو کوچنیو ښارونو ټولګه ده چې شاوخوا ۴۰۰ زره اوسېدونکي لري.

دغه سیمه د دولت د وسله والو مخالفانو په ولکه کې ده چې له ۲۰۱۳ کال راهیسې دولتي ځواکونو کلابنده کړې ده.

د انځور حقوق AFP
Image caption ملګرو ملتونو په ختیځه غوطه کې څو ځلي وضعیت نازک بللی او هغه یې د ځمکې پر مخ له دوزخ سره پرتله کړی دی.

له تېرو دوو اونیو راهیسې چې دولتي ځواکونو د ختیځيې غوطې د بېرته نیولو کوښښونه پیل کړي، پر بېلابېلو کلیو د هوايي ګوزارونو له امله ۷۰۰ کسان وژل شوي دي.

په برتانیا کې د سوریې د بشر حقونو د څار بنسټ وايي، د دولتي ځواکونو د هوايي ګوزارونو له پیل راهیسې چې د روسي ځواکونو ملاتړ هم ور سره دی، په ختیځه غوطه کې ۸۰۰ کسان وژل شوي چې ۱۸۰ یې ماشومان دي.

ملګرو ملتونو په ختیځه غوطه کې څو ځلي وضعیت نازک بللی او هغه یې د ځمکې پر مخ له دوزخ سره پرتله کړی دی.