BBC
 شاته

'د سپین بولدک پر امنیه قومندانۍ ډله ییز برید پای ته رسېدلی'

Image caption ارشیف

د کندهار ځايي چارواکي وایي د دغه ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ پرامنیه قومندانۍ او د لويې لارې د ساتنې د ځواکونو پر یوه مرکز د وسله والو ډله ییز برید د بریدګرو په وژل کېدو پای ته رسېدلی دی.

د چارواکو په خبره، څلورو بریدګرو، چې د پوله ساتو ځواکونو جامې یې اغوستې وې، تېره شپه د مارچ ۷مه، شاوخوا اته بجې پر امنیه قومندانۍ برید کړی و.

د راپورونو له مخې، بریدګرو د امنیه قومندانۍ په لومړۍ دروازه کې یوه موټر سایکل ته چاودنه ور کړې او بیا یې له پولیسو سره جګړه پیل کړې ده.

تر لومړۍ چاودنې وروسته نورې چاودنې هم رامنځته شوې دي.

* سپین بولدک نښته: د افغان او پاکستاني لوړ پوړو چارواکو غونډه

* سپین بولدک: د افغان او پاکستاني پوله ساتونکو تر منځ نښته شوې

د چارواکو په خبره دا هغه بایسکلونه وو، چې بریدګرو په کې چاودېدونکي توکي ځای پرځای کړي او سیمي ته پرې راغلي وو.

د کندهار د امنیه قومندانۍ د رسنیو څانګې چارواکی نجیب ثاقب وایي، برید د څلورو بریدګرو او څلورو پولیسو په وژل کېدو سره پای ته ورسېد.

ښاغلی ثاقب وایي، بریدګرو ته له ډيورنډ کرښې پورې غاړې چمن څخه د تیلیفون له لاري لارښوونه کېده.

وسله والو طالبانو د برید مسوولیت منلی او د لسګونو دولتي ځواکونو د وژلو ادعا یې کړې ده.