BBC
 شاته

د نورستان ښځې ولې درانه کارونه کوي؟

افغانې مېرمنې د انځور حقوق Getty Images
Image caption نورستانۍ ښځې وایي، د ژوند سختو دې ته اړ ایستلي چې درانه کارونه وکړي.

د نورستان ولایت طبیعي ښکلا پر خپل ځای، خو د عامو خلکو ژوند یې د هېواد د نورو برخو په څېر له کړاونو او ستړیاو ډک دی، ښځې یې هم له کوره بهر ځيني داسې درانه کارونه کوي چې معمولاً د سړیو په برخه وي.

نورستانۍ ښځې په پټیو او کروندو کې د کارونو تر څنګ له غرونو لرګي هم راوړي، مال هم ساتي، ژرندې چلوي او پر دې هر څه سربېره ماشومان هم پالي او کور هم ساتي.

په دوی کې ډېری یې د درنو کارونو له لاسه ستړې او زاره چاودې دي. د دوبي ګرمۍ او د ژمي يخنۍ وهلې وي. مخونه یې سوځېدلي او پښې - لاسونه یې چاود ښکاري. په خپلو پولو او پټیو کې په داسې حال کې چې لوى پلن او ځونډي دار څادرونه يې په سر وي او ګرد اوږده کمېسونه يې اغوستي وي او ورسره یې کوچنى ماشوم پر په شاه وي، پر کار بوختې وي.

خو ولې؟

په نورو ولایتونو کې ښایي همدا کارونه نارینه وکړي، نو په نورستان کې ولې کیسه بدله ده؟ غوښتل مې د همدې ولایت ځینې ښځې یې ځواب راکړي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption نورستانۍ ښځې وایي، د دوی خیر ښېګنې لپاره ډېر کار نه دی شوی.

د برګمټال اوسېدونکې قمرګله وایي، ترټولو ستړې ورځ یې هغه وي چې په کور ناسته وي او یا هم د څو ورځو لپاره د خپل ورځني ژوند له کارونو لرې پاتې شي.

۴۲ کلنه قمرګل د اتو ماشومانو مور ده او د خپلې کورنۍ لپاره د کار روزګاز دروند پېټی یې ورپرسر دی.

هغه وايي، چې د دوی په سیمه کې په کور ناستې ښځې لټې او له ژوند سره بې مینې بلل کېږي. د نوموړې په وینا داسې ښځې څوک نه خوښوي او په اسانه یې څوک په خپل کور، ژوندانه کې نه ګډوي او پـېغور ورکوي.

د کامدېش ولسوالۍ یوې اوسېدونکې آسیې وویل، د نورستان ښځې ترټولو بد حالت کې دي او تر ټولو درانه کارونه د نورستان ښځې کوي.

آسیه وایي، نارینه یې نالوستي دي او یوازې د ژوند چارې پرمخ نه شي وړلې، ځکه نو دوی اړې دي چې له غره لرګي راوړي او په پټیو او کروندو کې کارونه وکړي.

آسیه وایي، د واده یې ۹ کاله شوي، خو تر اوسه اولاد نه لري. دا وايي، ډاکټرانو ورته ویلي، ښایي همدا درانه کارونه یې د بې اولادۍ سبب وي. آسیې وویل، اوس یې مېړه بله ښځه هم کړې ده.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption نورستانۍ مېرمنې پر سر بارونه وړي او کروندو کې هم کارونه کوي.

د نورستان یو اوسېدونکي مجیب بیا یو بل لامل ته هم اشاره وکړه. د نوموړي په وینا، نورستانۍ ښځې ځکه د پولې، پټي، غره راغه او ژرندې درانه کارونه کوي چې نارینه یې په ښارونو کې رسمي او غیر رسمي دندې لري او د پيسو په ګټلو بوخت دي.

مجیب دا هم وايي، پر نورستانیو ښځو دا کارونه د کوم جبر له مخې نه کېږي. دی وایي، د سیمې ښځې د دود یا شوق له مخې غواړي له خپلو نارینه وو سره د کورني ژوند په چارو کې مرسته وکړي.

د نورستان د ښځو چارو چارواکي هم په دغه ولایت کې د ښځو له خوا درانه کارونه د دوی یو دود یا شوق بولي.

د دنیا پر بام افغان لږکي قرغیزان؛ چې د نسل ختمېدو وېره یې شته

په مزارشریف کې د ښځو مزدوري

یو شمېر ښځینه چارواکو راته وویل، دوی هم یو وخت همدا ډول درانه کارونه کول.

ځیني خلک به ورته د دود یا شوق نوم ورکوي، خو داسې ښځې هم شته چې وایي له مجبورې ورځې د سړیو سره یو ځای له کوره بهر خوارۍ ګالي.

یو شمېر ښځو راته وویل، په نورستان کې د دوی خیر ښېګڼې لپاره هغسې کار نه دی شوی چې د یو شمېر نورو ولایتونو د مېرمنو لپاره ښایي شوی وي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption چارواکي وایي نورستانۍ مېرمنې د کوم جبر له مخې درانه کارونه نه کوي، بلکې د کلتور برخه یې ده

د دې ولایت د ښځو د چارو مشره ډاکتره ذاهده فیضان وایي، په نورستان کې د ښځو لپاره له کرنې او مالدارۍ پرته د ژوند نورې بوختیاوې نه شته.

مېرمن فیضان وایي، پکار ده چې لږ تر لږه د نورستان ښځو ته د کرنې او مالدارۍ په برخه کې لازمې اسانتیاوې رامنځته شي.

فیضان په خپلو خبرو کې دا هم وویل چې په ټول نورستان کې د بشر د حقونو په نوم هېڅ کومه اداره نشته، چې د خلکو په تېره بیا د ښځو له حقونو دفاع وکړي او د خلکو ترمنځ پوهاوی خپور کړي.

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم دا اړتیا مني چې د دې ولایت ښځې باید له درنو کارونو خلاصي شي، خو دی هم ټینګار کوی چې دوی د کوم جبر له مخې دا کارونه نه کوي، بلکې په خبره یې د ژوند مجبوریو دې کارونو ته اړ ایستلې دي.