وزیرستاني کډوال
تېره يوه اوونۍ نژدې ١٠٠٠ وزيرستانۍ کورنۍ له خوسته بيرته خپلو سيمو ته اوښتي دي. دوى وايي په افغانستان کې يې وخت ښه تېر شو خو نور غواړي چې خپلو مېنو ته ستانه شي. په ٢٠١٤ کال کې چې پاکستاني پوځ په وزيرستان کې عمليات پيل کړل، گڼ ملکي کسان اړ شول چې د پښتونخوا نورو سیمو او يا هم د ډېورنډ پورې غاړې خوست او پکتيا ولايتونو ته واوړي. احمد شاه د دغو کډوالو ليدو ته ورغلى دى.