کورنو کې د اورلګېدنې مخنیوی څنګه کېږي؟
په بريتانيا کې د روغتيا چارواکي وايي هغه خلک چې د توکو زېرمه کولو او غونډولو وسوسه لري، مرستې ته اړ دي. دوی وايي، دا ښايي د ذهني ناروغۍ او ستونزو يو ډول نښې وي، او په کورونو کې دننه د اورلګېدو خطر هم زياتوي.
تر ټولو په خطرناکو قضيو کې يې دلته په بريتانيا کې ځايي چارواکو ته له هغو کسانو سره د مرستې دنده سپارل شوې، چې توکي غونډوي او زېرمه کوي. په دې رپوټ کې د هغه نوښتګر پروګرام کيسه ده، چې دلته په لندن کې چلېږي.