ایا الوتکې به یوه ساعت کې ۶۰۰۰ کیلومتره واټن وهي
له بیجینګ نه تر نوي ډیلي پورې هوايي سفر اته ساعتونه وخت نیسي، خو اوس چینايي کارپوهان پر یوه داسې پروژه کار کوي، چې دغه واټن رالنډ کړي. چین د یوې هایپر سونیک ډوله الوتکې ډیزاین وړاندې کړی او وايي، دا یو لوی پرمختګ دی. د دغې الوتکې د سرعت په اړه ویل کېږي، چې حیرانونکی کېدای شي، یانې نیمه ساعت ته به رالنډ شي.
چټک او نور چټک
سب سونیک، هغه سرعت دی، چې د غږ پرتله لږ چټک دی او عادي الوتکې په همدې سرعت الوتنه کوي.
د سوپر سونیک الوتکو د سرعت لپاره د غږ رسېدو کچه یا ماک ون - فايو ټاکل شوی دی، چې په یوه ساعت کې نژدې ۱۲۳۵ کیلومتره بلل کېږي. کنکارډ الوتکو چې ۱۹۷۶ نه تر ۲۰۰۳ پورې یې د اروپا او امریکا تر منځ الوتنې کولې، په همدې سرعت الوتې.
هایپر سونیک: هغه سرعت دی، چې له ماک فایو هم هاخوا بلل کېږي، همداس اوس دغه ډول یو شمېر الوتکې ازمویل کېږي. چینايي ماهرین همداس د دغه ډول الوتکو په ډیزاین بوخت دي. د دغه ډول اوتکو ايرو ډاینامکس او ماشین دوې ننګونې بلل کېږي او ماشین یې لویه ننګونه.
هایپر سونیک الوتنې
د هایپر سونیک الوتکو ډیزاین داسې طرح کېږي، چې مخامخ د هوا مزاحمت مخه ونیسي او د الوتکې له سرعت ډېرېدو سره سم د باد فشار هم ډېرېږي.
د ملبرون پوهنتون نکولس جېچنس په وینا: څومره چې د الوتکې سرهت ډېرېږي، ورسره د هوا یا باد خنډ هم لویږي. د بېلګې په توګه که د الوتکې سرعت دوه برابره ډېر شي، د هوايي خنډ زور به څلور برابره ډېرېږي.
خو پوښتنه دا ده، چې چین په دغه نوې طرح کې څه نوښت کړی. ماهرین وايي چینايي کارپوهانو د وزرو یوه نوې لړۍ شامله کړې ده، چې د معمول وزرو پر سر به ځای پر ځای کېږي او هدف یې د هوا فشار کمول دي. یانې کولای شو دا د غبرګونو وزورونو لرونکې الوتکه وبولو.
ننګونې پر ځای پاتې دي
چین د اوس لپاره په کوچنۍ کچه د خپل ډیزاین ازموینه په یوه هواي تونل کې کړې ده او کېدای شي د چینايي کارپوهانو د خوب تعبیر وخت ونیسي. کارپوهان وايي، که چینایان د هوا فشار ستونزې پر حل هم بریالي شي، نورې ننګونې به پر ځای پاتې وي.
د غږ سرعت
د بېلګې په توګه د تودوخې له زیاتوالي ژغورنه یوه ستونزه بلل کېږي او بله ستونزه د دغه ډول الوتکو خورا دروند غږ دی، چې ویل کېږي کېدای شي هندارې ماتې کړي او تر اوسه پرې غور هم نه دی شوی. ماهرین وايي که یوه الوتکه د غږ پرتله چټک الوت کوي، خپل غږ یې د هوا څپې څېري.
د راتلونکي هایپر سونیک الوتکو ماشین یوه بله لویه ستونزه ده.
دودیز جیټ ماشینونه
کله چې د الوتکې سرعت ماک فایو درجې ته رسېږي، دغه ډول الوتکې د سکریم ماشینونو په وسیله الوت کوي. سکریم جیټ هغه ماشینونه دي، چې هوا جذبوي او د تېلو په سوځولو کې یې کاروي.
د دغه ډول ماشینونو ستونزه دا ده، چې یوازې د ماک فایو درجې سرعت لپاره کاروول کېدای شي.
ماهرین وايي، دغه ډول الوتکې دویم ماشین ته هم اړتیا لري، چې د سرعت کچه ماک فایو ته ورسوي او دغه دواړه ماشینونه باید همغږي ولري.
د کوینزلنډ پوهنتون هایپر سونیک څېړنو پروفیسر مایکل سمارټ وايي، چین له څو کلونو راهیسې پر دغه ډول ماشین کار کوي او که دوی دې لړ کې پرمختګ کوي، دا به لویه لاسته راوړنه وي.
ایا دا چاره به ګټوره وي؟
له تخنیکي اړخه پرته دا پوښتنه هم کېږي، چې له سوداګریزه پلوه به یې ګټه څورمه وي. ۱۹۶۹ کې د کانکورډ لومړي الوت پر مهال ویل کېدل، چې د هوايي تګ راتګ راتلونکی همدا دی، خو شمېر یې لږ و او ۲۰۰۳ کې یې کاروول پرېښودل شول. لومړی لامل یې دا و، چې د مساپرو لپاره یې لګښت ډېر و.
د غږ موضوع هم مهمه ده او کانکورډ ته یوازې د سمندر پر سر له لوړ غږ سره د الوت اجازه ورکړل شوې وه. یو شمېر کمپنیو دا وروستیو کې د سوپر سونیک الوتکو رغونې ته لیوالتیا څرګنده کړې، خو دا هر څه لومړنیو پړاوونو کې دي.
له ۱۵ تر ۲۰ کلونو پورې نور وخت
د هایپر سونیک الوتکو پر وړاندې لا هم ستونزې شته او د غږ موضوع یې هم پر ځای پاتې ده. د چینايي طرحې په تړاو یې فزکس، میکینیکس او ایسټرو نومې مجلو لیکنې خپرې کړې دي او هیله څرګنده شوې، چې راتلونکي کې به هایپر سونیک الوتکې اسانې او ګټورې وي.
خو د فلایټ ګلوبل ایلس ټېلر بیا وايي '' لا هم پنځلس - شل کاله وخت پکار دی، چې له سوداګریز پلوه د دغو الوتکو شتوالي خوب په تعبیر بدل شي. '' اوس هېڅ بازار نه لري، د هوايي سفر لګښتونه لږ شوي دي او د دغه ډول الوتکو لپاره یه د مساپرو موندل اسان نه وي. ''
ہائپرسونک جیٹ د برتانوي شرکت ریکشن انجن A2 هایپر سونیک جیټ
پوځي سیالۍ
بل لور ته د چینايي رسنیو رپوټونو کې ویل شوي، چې د هایپر سونیک الوتکو پروژې ساینسپوهان پر پوځي پلانونو هم کار کوي. د دغو الوتکو پروژې تر شا د چین پوځي پلانونو یادوونه هم کېږي.
داسې ګومان کېږي، چې د هایپر سونیک الوتکو لپاره څېړنې ښايي د هایپر سونیک توغندیو لپاره وکاروول شي. دغه سیالۍ کې د چین او امریکا تر څنګ د روسیې نوم هم یادېږي.
خو پر دې هر څه سربېره دغه ډول څېړنې او پایلې یې دومره خوندي ساتل کېږي، چې د مخکښ معلومول پکې ګران ښکاري. پروفیسر سمارټ وايي، امریکا تل دغه ډګر کې مخکښ دی، خو پر دغه لور د چین تګ هم سرعت مومي.
..