BBC
 شاته

کوکا کولا لومړی ځل الکول لرونکی څښاک بازار ته وړاندې کوي

د انځور حقوق AFP/GETTY IMAGES

کوکا کولا کمپنۍ وايي، جاپان کې به د دغې کمپنۍ ۱۲۵ کلن تاریخ کې لومړی ځل الکوپوپ ډوله الکولي مشروب تولید کړي.

کمپنۍ غواړي د جاپاني مشروب چوهي له پراخ محبوبیته ګټه واخلي او د ځايي مشهورو الکولو شوچو په ګډولو سره بېلا بېل خوند لرونکی څښاک تولید کړي.

آیا بوره رښتیا هم ډېر زیانمنونکی څیز دی؟

د خوږو او بورې خوراک "بايد نیم کم" شي

دغه مشروب کې په دودیز ډول له درېیو تر اته سلنې پورې الکول شاملېږي. جاپان کې د کوکا کولا شرکت یوه ځايي مدیر ویلي ''د دغه عصري نوښت تجربه به زموږ د بازار یوې ځانګړې برخې لپاره وي '' د جاپان لپاره د شرکت مشر جورج ګاردیونو وايي:

''موږ د ټیټې کچې الکول لرونکو مشروبو تجربه نه ده کړې او دا یې یوه بېلګه ده، چې موږ غواړو د خپلو دودیزو تولیداتو له دایرې بهر هم کار وکړو. ''

د انځور حقوق Getty Images

نوموړی وايي، داسې احتمال نه شته، چې دغه څښاک به له جاپانه بهر وپلورل شي. چوهي د شوچو های بال مخفف دی، چې د بئیر یا اوربشو اوبو د بدیل په توګه بازار ته وړاندې شوی او ښځینه مشتریانې یې ډېرې دي.

د کیرین، سیونتوري او اساهي په څېر مشهور څښاک تولیدونکي جاپاني شرکتونه پرلپسې د نویو خوندونو له ګډولو سره دغه مشروب بازار ته وړاندې کوي.

د ګرېفروټ او لیمو په څېر ذایقې یې ډېرې اوڅارې دي، خو د مڼو، انګورو او شفتالو له خوند سره هم وړاندې کېږي.

له هغه وروسته، چې په ځوان کول کې د روغتیا په تړاو عامه پوهاوی ډېر شوی دی، کوکا کولا د چایو او اوبو برانډونو پیلولو سره توجه یوازې تر ګازي څښاکه محدوده نه ده.

د انځور حقوق Reuters

بل لور ته تېر کال د ویلز فارګو څېړونکي بوني هېرزوګ اټکل کړی و، چې ښايي کوکا کولا د شرابو تولید ته مخه وکړي.

الکوپوپ معمولاً خواږه څښاک ته ویل کېږي، چې الکول پکې شاملېږي. ۱۹۹۰ کلونو کې برتانیا کې د هوچ، ریف سمرنوف او بکارډي بریزر په نامه دغه ډول څښاک ډېر مشهور شول، خو نیوکې هم پرې کېدې او ناندریز بلل کېدل او هغه ځکه چې ګومان کېده ځوانان د شرابو پر څښاک روږدوي.