BBC
 شاته

د ناامنيو دوام په لغمان کې نجونې له زده کړو راګرځولې دي

نجونو ښونځی د انځور حقوق Getty Images

په افغانستان کې نا امني او کلتوري محدوديتونه هغه څه يادېږي چې نجونې له زده کړو راګرځوي. ختيځ ولايت لغمان کې که څه هم کلتوري ستونزې هومره نه دي چې په لويه کچه دې ښوونځيو ته د نجونو د تګ مخنیوی وکړي، خو په وروستیو کلونو کې هلته د ناامنیو په ډېرېدو د هغوو نجونو شمېر ډېر شوی چې ښوونځيو ته د تګ لپاره زړه نه ښه کوي.

د لغمان دوې ولسوالۍ بادپښت او دولت شاه د نجونو لپاره ښوونځي نه لري، خو د هغوو ولسوالیو ښځينه ښوونځيو کې چې کلونه-کلونه یې سلګونه نجونې له دولسم ټولګي فارغې کړي، تېر څو کلونه يې د فارغو نجونو شمېر له نيمايي راکم شوی دی.

که څه هم په لغمان کې د پوهنې چارواکي له تېرو پنځو کلونو راهيسې په دې ولایت کې له دولسم ټولګيو د فارغو نجونو شمېر دوه چنده ښيي، خو بي بي سي په نا امنه الینګار کې د سيمې خلکو سره په خبرو کې موندلې چې هلته ښوونځيو ته د نجونو تګ په بیساري توګه کم شوی دی.

بادپښت کې د نجونو هيڅ ښوونځی نه شته او دولت شاه ولسوالۍ کې يواځې تر شپږم ټولګي نجونې د هلکانو په ښوونځيو کې درس ته ځي چې شمېر یې لږ دی.

د الینګار د قلعتک د نجونو ښوونځي پنځه کاله وړاندې لسګونه دورې او سلګونه نجونې له دولسم ټولګي فارغې شوي او دغه موده کې هلته شاوخوا ۱۰۰ نجونې په دولسم ټولګي کې په زده کړو بوختې وې، خو اوس په کې د لېسې دورې د نجونو زده کوونکو نومونه یواځې د حاضرۍ په کتاب کې ليکلي وي.

وسله والو غزني کې د نجونو ښوونځی په بمونو الوځولی

وسله والو کسانو ننګرهار کې د نجونو ښوونځی سوځولی

د نجونو د ياد ښوونځي مدیرغلام الله بي بي سي ته وويل، په سيمه کې د تېرو کلونو او تازه جګړو او دغه راز حکومتي عملياتو نه یواځې ښوونځيو ته د نجونو د تګ مخه نيولې، بلکې اوسمهال هلکان هم د جګړې له وېرې په دوامداره ډول ښوونځيو ته نه ورځي ''عملیات شروع دی، د عملیاتو پر مهال د هلکانو ښوونځي رخصت وي، نو نجونې به څنګه په منظمه توګه راشي. ''

ښاغلی غلام الله زياتوي، که حالت همدا ډول دوام وکړي، اندېښنه شته، هلته د زده کړو روان بهير لا نور هم ټکنی کړي.

هغه وويل:

''نن شپږ نجونې زده کوونکې په څوکيو ناستې وې، ډزې وې، بیا مې هغوی ته هم وویل چې لاړې شئ، څه و نه شي. ''

د سيمې خلکو بي بي سي سره خبرو کې ادعا وکړه چې په لرو پرتو سيمو کې نجونې یوازې په نومونو فارغېږي.

د لغمان د پوهنې چارواکي وايي، د ناامنیو له امله د دې ولايت شل سلنه ښوونځيو ته پوره لاس رسی نلری، خو زیاتوي په دې ولایت کې یې د تېرو کلونو پرتله د نجونو زده کوونکو او فارغو نجونو شمېر ډېر شوی، خو دا شمېر په هغو سیمو کي ډېر شوی چې د ولایت مرکز ته نږدې پرتې دي.

د لغمان د پوهنې رييس عبدالله حمیدي، د الینګار د نيازيو د نجونو د ليسې نه د نجونو په فراغت کې کمی مني، خو زیاتوي هڅه یې داده چې هلته ښوونځي د قومي مخورو او ځايي شوراګانو په همکارۍ فعال وساتي.

''مرمۍ چاته نه ګوري، جنګ چې وي، ښوونځي لنډ مهال لپاره تړلي وي بيا بېرته دوام پيدا کوي. له دې ښوونځي په ۱۳۸۹ کال موږ ۴۵ زده کوونکې فارغې کړې وې، اوس په ۱۲ ټولګي کې اتلس نجونې دي که تر ازموینو راشي او برخه واخلي سږ کال به دا شمېر له دې ښوونځي فارغوو. ''

د انځور حقوق AFP/GETTY IMAGES

په دې ولايت کې دا مهال په ۲۶۶ ښوونځیو کې ۲ سوه زره زده کوونکي په زده کړو بوخت دي، له دې شمېر ۷۹ زره یې نجونې دي چې د ۳۶۰ ښځينه ښوونکو له خوا درس ورکول کېږي.

په ښوونځیو کې د ښځينه ښوونکو لږوالی هم په دې ولايت کې له ښوونځیو د نجونو د راګرځېدو يو لامل ګڼل کېږي چې د پوهنې ځايي اداره يې په لنډ وخت د حل کېدو او ښځينه ښوونکو د شمېر د زياتېدو وايي.

الینګار په لغمان کې لومړنۍ هغه ولسوالۍ ده چې تازه ترې د داعش او طالب وسله والو ترمنځ د جګړو او پر وړاندې یې د حکومتي عملیاتو راپورونه ترلاسه کېږي چې له امله يې سلګونه کورنۍ خپلو مېنو پرېښودو ته اړې شوي.