BBC
 شاته

کندهار؛ یوې څارنوالې له ښځو سره زیاتی کوونکي ۲۱ نارینه زندان ته لېږلي

.

د افغانستان په سویلي کندهار ولایت کې چې د ښځو پر وړاندي د تاوتریخوالي کچه نسبتا لوړه ده، د تاوتریخوالو د پېښو د څېړلو لپار یوازې یوه څارنواله کار کوي.

دغه څارنواله زینب فایض نومېږي او په تیر یوه کال کې یې په دغه ولایت کي د ښځو په وړاندي د تاوتریخوالي څه باندي ۵۰ دوسیې څېړلې دي او د ۲۱ هغو نارینه وو په نیولو کې یې مرسته کړې چې له ښځو سره په تاوتریخوالي تورن دي .

نوموړې وایې ددغو دوسیو لویه برخه جنسي زورزیاتي، له وخت نه مخکې ودونه، وژل او وهل ټکول جوړوي.

د بشر حقونو د خپلواک کمېسیون په خبره، په ۲۰۱۷ کال کې په دغه ولایت کې له ښځو سره د تاوتریخوالي ۳۴۱ بېلابېلې پېښې ثبت شوي چې په ډله کې یې ۱۰۶ هغه د فزیکي تاوتریخوالي، ۳۹ د زورزیاتي، ۱۲۰ یې لفظي او رواني او ۷۶ یې د اقتصادي تاوتریخوالي لکه مهر، میراث او نورو پېښې دي.

* افغانستان: د ښځینه څارنوالانو شمېر ډېرېږي

* "د پاکستان ښځې له پرمختګ محرومې دي"* هغه مېرمنې چې د نورو ښځو ژوند تریخوي

زینب فایض چې ستونزمن ماموریت ور له غاړې دی، وایي، د کندهار په څېر دودیزه ټولنه کې، مېرمنې د ورسره شوي تاوتریخوالي دوسیې په پوره ډاډ له دې سره شریکوي:

"په عدلي ارګانونو کي د ښځو پراخ حضور ښایي پر دغه بنسټونو د ښځو باور زیات او ګڼې مېرمنې به زړه ښه کړي ، چې د ورسره تر سره زورزیاتي په اړه په ازادانه توګه وغږېږي."

که څه هم نوموړې د ښځو په وړاندي دتاوتریخوالي د لسګونو دوسیو د څېړلو او لاسته راوړونو خبره کوي، خو ګڼي داسې دوسیې، چې مېرمنې یې په اړه نه غواړي خبرې یا شکایت وکړي، همداسې پاته او څېړلې شوې نه دي.

قرباني شوې کوچنۍ لور

د اغلې فایض په کاري دفتر کې وم، د یوې مورکۍ غږ مې تر غوږو شو چې کوچنۍ لور یې د کورني تاوتریخوالي قرباني شوې ده.

دغه مورکۍ چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، د کندهار په څېر دودیزه ټولنه کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د لسګونو پېښو یوه بېلګه ده.

د هغې په خبره، تېر کال یې کډه له پاکستان څخه کندهار ته راغله او دلته یې یوه ۱۳ کلنه لور د دې په وینا د کورنۍ د مشرانو له خوا له وخته مخکې واده کولو ته اړ ویستل شوه او د برخلیک پړی یې د یوه ۶۰ کلن سړي لاسته ولوېد.

Image caption اغلي فایض وايي، په عدلي ارګانونو کې د ښځو پراخ شتون ښايي پر دغو ارګانونو د قرباني شویو ښځو باور زیات کړي

دغې مورکۍ له خپلې لور سره د هغه د خاوند د ناوړه چلند په اړه د کندهار څارنوالۍ ته شکایت کړی او د هغې لپاره د طلاق اخیستوغوښتنه کوي.

دا مورکۍ هیله منه ده چې دا ځل به بخت ورسره یاري وکړي، ځکه دوسیه یې د زینب فایض پر مېز پرته ده: "په دې باوري یم چې کندهار په لویه څارنوالۍ کې د ښځې په شتون کې به خپل حق او انصاف را ورسېږي."

ولسمشر غني په تېرو درېوو کلونو کي په پرلپسې توګه په عدلي اوقضایي ارګانونو کي د مېرمنو پر پراخ حضور ټینګار کړی، خو د افغانستان د ښځينه قاضیانو د ټولني د مالوماتو له مخې لا هم ددغه هېواد په ۹ ولایتونو کې ښځینه څارنوالانې او په ۲۹ ولایتونو کي ښځینه قاضیانې نه شته.

د بشري حقونو د څار ادارې یو راپور ښيي چې د افغانستان پر عدلي او قضایي ارګانونو باندې د ښځو د باور د زیاتېدو لپاره ډېر کار او وخت ته اړتیا شته.